ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګلران لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ونيول شو

26 Feb 2013 - 16:32
26 Feb 2013 - 16:32

هرات ښار (پژواک ٨ کب ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د هرات د ګلران ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو نومول شوى ولسوال او يو انسان تښتوونکى ونيول شول.

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال نور خان نېکزاد د کب په ٨ مه پژواک اژانس ته وويل، چې د کشک کهنه ولسوالۍ امنيتي پوليسو نن سهار په دغه ولسوالۍ کې مولوي عبدالخالق بلوڅ ونيو.

د هغه په وينا، بلوڅ په سيمه کې په مستعار نوم فعاليتونه کول او د کشک کهنه په ګاونډ کې د ګلران سرحدي ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا ولسوال نومول شوى و.

نوموړي زياته کړه، چې دغه راز په کشک کهنه، کشک، رباط سنګي او ګلران ولسواليو کې يې له يوې اونۍ راهيسې عمليات هم پيل کړي دي.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

نېکزاد دغه راز وويل، چې د هرات په غوريانو ولسوالۍ کې يې يو تن د انسان تښتونې په تور نيولى دى.

د ده په خبره، دغه تن له تېرو څلورو کلونو راهيسې د پوليسو تر تعقيب لاندې و، چې څلور کاله وړاندې په زنده جان ولسوالۍ د دوه تنه ايراني اتباعو د تښتونې شک پرې کيده.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version