کندهار (پژواک ٩ کب ٩١): په زابل کې د (کلات غږ) په نوم د يوې ځايي راډيو مسوولين وايي، چې د دولت له خوا يې خپرونې تړل شوې، خو ولايتي اداره دا ادعا ردوي.
په کابل کې د رسنيو د ملاتړ ادارې ( نى) له خوا د کب په ٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادې راډيو د مسوولينو په حواله ادعا شوې، چې خپرونې د زابل د ولايت مقام په حکم له تېر ماښام راهيسې تړل شوې دي.
سرچينې زياته کړې، چې د يادې راډيو مسوول او خبريال تيمورشاه شهزاده هم د امنيتي ځواکونو له خوا د څلورو ساعتونو لپاره زنداني شوى و.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کار وروسته له هغه شوى، چې يادې راډيو درې ورځې مخکې د ولايتي ادارې پر ضد د يوې جوړې شوې احتجاجي غونډې، چې په کې د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون مشر هم ګډون درلود، راپور خپور کړى و.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ياد راپور تر خپرېدو وروسته د زابل امنيه قوماندانۍ د راډيو مسوولين ګواښلي وو او نن ( د کب ٩مه) يې مسوول د څلورو ساعتونو لپاره بندي هم شوى و.
د رسنيو د ملاتړ ادارې ( نى) مشر عبدالمجيب خلوتګر وايي، کله چې يوه رسنۍ د خپرونو جواز ترلاسه کوي، نو له اړوندې ادارې پرته يې نور څوک د خپرونو بندولو حق نه لري.
هغه د يادې راډيو د خپرونو د بېرته فعالولو غوښتنه وکړه.
خو د زابل ولايت مرستيال محمدجان رسوليار وايي، چې امنيه قوماندان نه څوک بندي کړي او نه يې هم د راډيو خپرونې بندې کړې دي.
د نوموړي په وينا، دغه راډيو د ايساف اړوند ده او ولايتي اداره پرې هېڅ ډول واک نه لري او نه هم ايساف د دوى خبره مني.
د زابل د خبريالانو د ټولنې مشر بشير فيضان پژواک اژانس ته د يادې راډيو د خپرونو بندېدل ومنل خو زياته يې کړه، چې د دې راډيو مسوولين په شخصي شخړو کې ګوتې وهلې.
هغه زياته کړه، چې د ولايتي ادارې پر ضد د جوړې شوې غونډې پر مهال د دې راډيو مسوولينو خلک په زوره هڅول چې په دې غونډه کې ګډون وکړي او خپل دوکانونه دې وتړي.
د نوموړي په وينا، ياده راډيو د امنيه قوماندانۍ په ودانۍ کې فعاليت کوي خو تر يادې پېښې وروسته د قوماندانۍ مسوولينو ايساف ته شکايت کړى و او هغوى قوماندانۍ ته ويلي وو، چې ياد کسان د راډيو ودانۍ ته پرې نه ږدي.
پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د يادې راډيو د مسوول نظر واخلي، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن