کابل(پژواک١٠کب٩١) : په افغانستان کې له پانګونې د ملاتړ ادارې ( ايسا ) د صنعتي پارکونو د جوړونې په موخه له نړيوالې ټولنې څخه د ٢٠٢ ميليون امريکايي ډالرو مرستې غوښتنه وکړه .
ايسا دغه غوښتنه په هغه غونډه کې وکړه ، چې نن يې د ځينو سفارتونو او مرستندويه موسسو د استازيو په ګډون ، په هېواد کې د پانګې اچونې د ودې په موخه په کابل کې جوړه کړې وه .
د يادې ادارې مشر وفي الله افتخار د غونډې په پاى کې خبريالانو ته وويل ، چې يادې پيسې په کابل ، ننګرهار ، بلخ ، هرات او کندوز ولايتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړونې په موخه غوښتل شوي دي .
هغه زياته کړه : (( تر اوسه چا کومه ژمنه نه ده کړې، خو هيله ډېره ده ، چې دغه مرستې په افغانستان کې د اقتصادي ودې په موخه نړيواله ټولنه وکړي .))
ده وويل ، چې دغه صنعتي پارکونه به ټولټال په ١٤٩٩هکتاره ځمکه کې جوړ شي او له لارې به يې په هيواد کې د ٢،٨ ميليارد ډالرو پانګونې او په نېغه د ٢٠٠ زره کسانو لپاره د کار زمينه برابره شي.
د هغه په وينا، امنيتي ستونزې او د برېښنا د نه شتون ترڅنګ، د صنعتي پارکونو کموالي په افغانستان کې پانګه اچونه له خنډ سره مخ کړې ده .
دى وايي په هرکچه ، چې صنعتي پارکونه ډير وي په هماغه کچه په هيواد کې ډيره پانګونه کيږي او خصوصي سکتور پياوړى کيږي .
هغه زياته کړه : ((تر هغه،چې افغانستان يو قوي خصوصي سکتور و نه لري ، اقتصادي پرمختګ نه شي کولاى.))
افتخار له ٢٠١٤ کال څخه وروسته په افغانستان کې د پانګونې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل : ((اوس هم امنيتي ستونزې شته، خو هره ورځ په افغانستان کې پانګونه کيږي او له ٢٠١٤کال ورسته به هم ډيرې پانګونې وشي .))
ټاکل شوې ، چې د ٢٠١٤ کال تر پايه په افغانستان کې د ناتو او ايساف پوځي ماموريت پاى ته ورسيږي.
افتخار وويل ، چې د ايسا ادارې درې کلن پروګرامونه د ننني کنفرانس ګډونوالو ته تشريح شول .
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پروګرامونو کې د کارونکو د وړتياوو لوړول ،د پانګونې په برخه کې د يو څيړنيز مرکز جوړول ، د پانګونوالو د ملاتړ لپاره د يو وجهي صندوق جوړول او د مسلکي کارکوونکو د روزنې په موخه د يو حرفوي مرکز جوړول شامل دي .
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن