ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات سلګونو خلکو د ايران پر ضد لاريون وکړ

28 Feb 2013 - 11:05
28 Feb 2013 - 11:05

هرات ښار ( پژواک ١٠ کب ٩١ ) : د هرات د سرحدي ولسواليو سلګونو اوسېدونکو په ايران کې د افغانانو د اعدام او د مړو د نه سپارلو په غبرګون نن سهار لاريون وکړ او د هرات ښار اسلام کلا لويه لاره يې دترافيکو پر مخ تړلې ده.

دا لاريون نن د (کب ١٠مه) د سهار په لسو بجو د ايران د سرحد په ۲۰  کيلومترۍ کې د اسلام کلا ښارګوټي د احمد اباد په کلي کې پيل شوى، چې پکې د کهسان او غوريان ولسواليو تر ٥٠٠ زياتو اوسېدونکو برخه اخيستې ده.

ددې لاريون يوه ګډونوال ميرخان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ايران هره ورځ په دغه هېواد کې ګڼ شمېر افغانان به بېلابېلو پلمو وژني او بيا يې مړي هم نه سپاري.

هغه زياته کړه : (( څو مياشتې مخکې يې ١٣ کليوال افغانان په مرميو و يشتلي ، په دوى کې زما ورور او وراره هم وو، خو تر اوسه يې مړي نه دي سپارلي.))

د نوموړي په وينا، افغان دولت، او نړيواله ټولنه پر دې خبره ده، خو تر اوسه هېچا ددې ستونزې د هواري په برخه کې نه اقدامات کړي او نه يې هم کومه مرسته کړې ده.

ميرخان داهم وويل ، چې د هرات ځايي چارواکو ته هم تر شلو ځلو زيات عارض شوي ، هغوى  دروغجنې ژمنې ورکړي ، خو تر اوسه يې هېڅ نه دي کړي.

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال نورخان نېکزاد په اسلام کلا کې د سلګونو خلکو د لاريون خبر تاييد کړ او ويې ويل چې امنيتي ځواکونو يې امنيت نيولى او تر اوسه کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.

که څه هم د هرات ځايي چارواکو تر اوسه ددې موضوع په اړه تازه څه نه دي ويلي، خو د هرات د والي وياند محي الدين نوري څه موده مخکې پژواک ته ويلي و، چې د کهسان او غوريان  ولسواليو ١٣ اوسېدونکي ايران ته د تلو پر مهال وژل شوي دي.

هغه زياته کړه ، چې حکومت له ايران سره د مړو دلېږدولو موضوع شريکه کړې ده.

تر يادې پېښې وروسته په هرات ښار کې هم لاريونونه وشول او  د ايران کونسلګري يې په کاڼو ويشتله، چې له امله يې کونسلګري د څو  ورځو لپاره تړل شوې وه.

د يادونې ده، چې په ايران کې دافغانانو داعدام او وژنو لړۍ تېزه شوې او تېره اونۍ تخار ولايت ته هم له ايران څخه د شاوخوا ٢٠ افغانانو مړي راوړل شوي  وو.

د ولسمشر کرزي په مشرۍ د وزيرانو شورا د تېرې دوشنبې په ورځ د بهرنيو چارو وزارت ته دنده وسپارله، چې دافغانانو داعدام موضوع له ايراني چارواکو سره شريک کړي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version