کندهار ( پژواک ١٠ کب ٩١ ) : د کندهار امنيتي مسوولين وايي، چې د ګڼ شمېر وسلو، چاودېدونکو او نشه يي توکو تر څنګ يې په جنايي جرمونو ککړ لسګونه تنه نيولي دي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال رحمت الله اطرافي د کب په ١٠مه، د ولايت مقام په مطبوعاتي دفتر کې خبري غونډې ته وويل، چې په دغه اوونۍ کې يې د مخالفينو ډېر پلانونه شنډ کړي او په زياته کچه چاودېدونکي توکي او نشه يي مواد يې نيولي دي.
هغه زياته کړه، په روانه اوونۍ کې د بېلابېلو عملياتو پر مهال، چې په کندهار ښار او ولسواليو کې شوي، ٨ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي، ٦٩ کړۍ ماينونه، ٣٥ کړۍ لاسي بمونه، ٥٠ د ماين پټاکۍ کشف او شنډې شوي او دغه راز ٤١٨ کيلو ګرامه باورت هم کشف شوي دي.
د نوموړي په وينا، د عملياتو پر مهال ٤ ميله کلاشينکوفونه، ٤ ميله تومانچې، ٢ ميله لس ټکه ټوپک، ٢ د کلاشينکوف شاجورونه، ٢٥ فيره د هاوان مرمۍ، ٣١ فيره د راکټ مرمۍ، ١٦ فيره د ٨٢ ملي متري توپ مرمۍ، ٨ صندوقه د بي ايم څلوېښت مرمۍ او نور مهمات نيول شوي دي.
اطرافي په کندهار کې د جنايي جرمونو د کچې لوړېدل ومنل، خو ويې ويل، چې پوليسو خپل پام د دغو پېښو د کمېدو لور ته اړولى او لسګونه کسان يې نيولي دي.
هغه وويل، په دغه اوونۍ کې ١٦ تنه د غلا، ١ تن د قتل، ١ تن د ژوبلېدو، ١ تن د لواطت او ١٩ تنه د بېلابېلو نورو جنايي پېښو په تړاو نيول شوي دي.
اطرافي دغه راز زياته کړه، چې پوليسو ٦١٠ کيلوګرامه خام چرس، ٥٠ کيلوګرامه ترياک، ١١ ګرامه هيروئين، ١ عراده ډاټسن موټر او د دغو توکو په تړاو ٤ تنه نيولي دي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن