ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې د اداري فساد پر ضد لاريون وشو

2 Mar 2013 - 11:37
2 Mar 2013 - 11:37

پل علم (پژواک ١٢ کب ٩١): د لوګر د مرکز پل علم ښار لسګونو اوسېدونکو په دې ولايت د اداري فساد او خلکو ته د نه خدمتونو په غبرګون کې لاريون وکړ.

دغه لاريون چې په دغه ولايت کې د مدني ټولنې له خوا تنظيم شوى و، د کب په ١٢مه د سهار له نهو بجو څخه تر نهه نيمو پورې ترسره شو او د پل علم ښار پر واټونو يې د اداري فساد پر ضد شعارونه ورکول.

د دغه لاريون يوه سمبالوونکي او د مدني ټولنې مشر لطف الله ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ښاروالۍ کې خدمات د نشت برابر دي، خو فساد په کې اوج ته رسېدلى دى.

هغه زياته کړه، چې د ښاروالۍ په قراردادونو، پروژو او د بيارغونو په کارونو کې په پراخه کچه فساد شته او دوى په دې اړه ثبوتونه او اسناد هم لري.

د ستانکزي په وينا، د لوګر په يو شمېر نورو ادارو کې هم اداري فساد شته، خو د کومې ادارې نوم يې په ډاګه نه کړ.

په پل علم کې د وسلوالو مخالفينو پر ضد د پاڅونوال مشر فرهاد اکبر هم وويل، چې په ښاروالۍ کې فساد ډېرې ريښې کړې او که مخه يې ډب نه شي، نو ډېرې ناخوالې به وزېږوي.

نوموړي ګواښ وکړ، چې که په دغه ولايت کې د فساد مخه ونه نيول شوه، دوى به په پراخه کچه لاريونونه پيل کړي.

خو د لوګر ښاروال احمدخان الفت د لاريون کوونکو ټولې ادعاوې ردوي او وايي، چې دوى د شخصي ګټو او خاصو موخو لپاره دغه لاريون په لاره اچولى دى.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې په اداره کې يې هېڅ فساد نشته او ټول کارونه په ښه توګه روان دي.

د يادونې ده، تر مخکې د لوګر ښاروالۍ يو شمېر مامورينو هم شکايت کړى و، چې ښاروال يې د دې ادارې له حسابه په غير قانوني ډول او په خپل سر پيسې وباسي او بيا پر دوى په زور اسناد منظوروي، خو ښاروال دا ادعاوې ردوي.

د ښاروالۍ مامورين له همدې امله د لوګر يو شمېر ادارو ته عارض شوي او پژواک اژانس هم د دغو عريضو او شکايتونو کاپۍ ترلاسه کړې دي.

دغه عريضې د لوګر ښاروالۍ د اداري، ترانسپورټ، د مارکېټونو د تنظيم، د کنټرول او د املاکو مديران او د عوايدو، خدمتونو او نورو ادارو غړو له خوا شوي دي.

د لوګر ښاروالۍ د انجنيرۍ د څانګې مسوول انجنير ميراحمد روښان پژواک اژانس ته ويلي وو چې څه موده مخکې په پل علم کې د وسله والو مخالفينو په يوه چاودنه کې يوه پول زيانمن شو.

هغه زياته کړه، چې ښاروال د دغه پول د ترميم لپاره څلورسوه زره افغانۍ د ښاروالۍ له حسابه ايستلې، خو پر پول يواځې ٧٠ زره افغانۍ لګښت راځي.

د روښان په وينا، اوس ښاروال پرې فشار راوړي چې د اويا زرو پر ځاى د څلورسوه زره افغانيو بېل ورته جوړ کړي.

د لوګر د ولايت مقام د دفتر رييس نعمت الله نايب خېل ومنله، چې دوى او قضايي ادارو ته د ښاروالۍ د فساد په اړه شکايتونه رسېدلي دي.

هغه پژواک اژانس ته ويلي وو، چې په ډېرو مواردو کې د امنيت ملي، امنيه قومانانۍ، څارنوالۍ او ولايت مقام له خوا په ګډو څېړنو کې معلومه شوې، چې د ښاروالۍ په قراردادونو او پروژو کې درغلۍ شوې دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version