ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ايراني محاکم دې پر افغانانو داعدم حکمونه وځنډوي”

کابل (پژواک١٣کب٩١): د افغانستان د بهرنيو چارو وزير  زلمي رسول له ايراني چارواکيو غوښتي، تر هغه دې   د افغانو د اعدام حکمونه وځنډوي، چې دواړه هېوادونه په دې اړه پر يوې حل لارې سره سلا شي.

زلمي رسول دغه غوښتنه د اطريش په مرکز ويانا کې د تمدنونو د  ايتلاف د پنځمې غونډې په څنډه کې له خپل ايراني سيال علي اکبر صالحي څخه کړې ده.

ددې وزارت وياند جانان موسى زي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل ، چې د ايران د بهرنيو چارو وزير د خپل افغان سيال غوښتنه منلې او  د خپل هېواد د قضاييه قوې له مشر څخه به وغواړي ، چې  پر افغانانو د اعدام کړي حکمونه وځنډوي.

موسى زى وايي ، چې د دواړو وزيرانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې د افغانستان د قضاييه قوې يو پلاوى ايران ته لاړ شي او يادې ستونزې ته د دايمي حل لارې پيداکولو په موخه د ايران د قضاييه قوې له چارواکيو سره خبرې وکړې.

د موسى زي په خبره، د دواړو هېوادونو د قضاييه قوې چارواکي به پر داسې ميکانيزم سره خبرې وکړي، چې په راتلونکي کې هم د دا ډول ستونزو د حل لپاره  د همکارۍ يوه لاره رامنځته کړي.

ده زياته کړه:” د افغانستان سترې محکمې خپله امادګي اظهار کړې او موږ هيله من يو چې په نږدې راتلونکې کې له افغانستان څخه د قضاييه قوې يو لوړپوړى هيئت ايران ته واستوو او هلته دوى له خپلو ايراني همکارانو سره د ايران له قضاييه قوې سره د همکارۍ د يوه ميکانيزم د رامنځته کولو په برخه کې  مذاکرات او خبرې اترې ترسره کړي.”

موسى زى وايي، چې تر دې وړاندې ايراني محاکمو د افغانستان د حکومت په غوښتنه د ځينو افغانانو د اعدام حکمونه په اوږدمهاله بند اړولي دي.

تراوسه د افغانستان او ايران دولتي سرچينو نه دي ويلي، چې څو تنه افغانان په ايران کې پر اعدام محکوم دي، خو د افغانستان مدني ټولنو او د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ويلي، چې په اېران کې شاوخوا ٢زره افغانان د اعدام له سزا سره مخ دي.

موسى زي هم وويل “په خواشينۍ سره چې په ايران کې د اعدام شويو افغانانو کره شمېره ځکه  نشته، چې د افغانستان او ايران د قضاييه قواوو ترمنځ د معلوماتو د شريکولو او موثرې همکارۍ کوم ميکانيزم نشته.”

موسى زي هيله څرګنده کړه، چې د افغانستان او ايران د قضاييه قواوو ترمنځ د همکارۍ د ميکانيزم په رامنځته کېدو سره په ايران کې د افغان بنديانو او هغو افغانانو شمېر څرګند شي ، چې ايراني محاکمو په اعدام محکوم کړي دي.

دى زياتوي چې د همکارۍ ددغه ميکانيزم له مخې به د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت خپلو اتباعو ته قونسلي حقوقي ملاتړ ، چې د مدافع وکيل استخدام دى، برابر کړي.

ده زياته کړه:”  له ايران سره مو د نږدې همکارۍ موخه دا ده ، ترڅو هغه افغانان چې  د ايران په زندانونو کې دي او د اعدام حکم پرې شوى دى او يا د ځان په اړه د حکم په تمه دي، قونسلي ملاتړ ته لاسرسى ولري او د افغانستان دولت د اړتيا په وخت کې وکولى شي، هغوى ته مدافع وکيل ونيسي.”

موسى زى وايي که څه هم چې په ايراني محاکمو کې محاکمه شويو افغانانو مدافع وکيلان درلودل، خو افغان دولت ته مهمه ده چې دېپلوماتان يې  په زندانونو او نورو قضايي مرحلو کې خپلو اتباعو ته لاسرسى ولري.

د بهرنيو چارو وزارت په داسې حال کې دغه هڅې کوي ، چې تېره اونۍ ولسمشر حامد کرزي دې وزارت ته دنده ورکړه، ترڅو په ايران کې د افغان زندانيانو د اعدام موضوع وڅېړي.

په ايران کې د افغانانو د اعدام موضوع کومه نوې خبره نه ده. له کلونو راهيسې افغانان د  بېلابېلو تورنو له امله په ايران کې د اعدام له سزا سره مخ شوي دي.

په دې وروستيوکې هم پنځه افغانان په ايران کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام شول او مړي يې شاوخوا لس ورځې وړاندې د تخار ولايت په کلفګان ولسوالۍ  خاورو ته وسپارل شول.

دغو اعدامونو د افغانستان د دولت په ګډون د بېلابېلو ټولنو او عامو افغانانو غبرګون راپارولى دى.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version