ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کانکور عمومي اول نومره غواړي راتلونکي ته ښه اقتصاد پوه شي

4 Mar 2013 - 11:35
4 Mar 2013 - 11:35

چغچران (پژواک ۱۳ کب ۹۱): “سره له دې چې تېر کال په کانکور کې بې پايلې پاتې شوم، خو خپل همت مې له لاسه ورنه کړ، شپه ورځ مې درسونه وويل او ډاډمن وم چې د سږ کال په کانکور کې به په لوړه نومره بريالی شم.”

دا څرګندونې د هرات ولايت د دوولسم ټولکي فارغ عبدالقاسم وکړې، چې د هېواد په کچه سږ کال د کانکور په ازموينه کې عمومي اول نومره شوى دى.

د کانکور په ازموينه کې چې پايلې يې تېره پنجشنبې اعلان شوې، د هېواد په کچه په کې ۱۷۵ زره کسانو ګډون کړی و، چې له دې ډلې له ۴۲ زرو نه زيات يې لوړو او ۱۳زره نور نيمه لوړو زده کړو ته لار پيدا کړه.

دوه ويشت کلن عبدالقاسم د چغچران په مرکز کې د اهنګران کلي اوسېدونکی دی او په دې ازموينه کې يې د ۳۳۳ نومرو په اخيستلو د خپلې خوښې پوهنځي (د هرات اقتصاد پوهنځي ) ته لاره پيدا کړې ده.

عبدالقاسم تېره ورځ له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې له لومړي تر څلورم ټولګي پورې يې د جوماتونو له ملا امامانو درس ويلی او وروسته بيا د سلطان علاوالدين غوري په عالي لېسه کې شامل شو.

هغه شپږم او اووم ټولګي ته د سويې ازموينه ورکړې او په نهم ټولګي کې شامل شوی دی. له څلورم تر شپږم ټولګي دويم نومره او تر يوولسم ټولګي پورې له لومړۍ تر درېيمې درجې پورې بريالی شوی دی .

دغه ځوان وويل، چې له دوولسم ټولګي نه پنځم نومره فارغ شو، خو  ده ته درجه نه وه مهمه او له فراغت وروسته يې هر وخت په کابل او هرات کې د کانکور شخصي کورسونه تعقيبول.

عبدالقاسم زياته کړه، تېر کال له دوولسم ټولګي نه فارغ شو،د کانکور په ازموينه کې يې ګډون وکړ، خو د خپلې خوښې څانګې يانې د اقتصاد پوهنځي ته د ۲۶۳ نومرو په ترلاسه کولو هم بريالی نه شوم.

خو هغه وويل: “سره له دې چې بې پايلې وم ، خو مايوسه نه شوم، له ځان سره مې ژمنه وکړه، چې شپه او ورځ به زحمت کاږم، د تيلي څراخ روښنايۍ ته مې درسونه ويل او سل په سلو کې مې يقين درلود، چې زحمتونه مې نه بې ځايه کېږي او په کانکور کې به کامياب وم؛ همداسې وو، چې دا دى اول نومره فارغ شوم.”

هغه زياته کړه، چې غواړي په راتلونکي کې اقتصاد پوه شي، خپلو خلکو او هېواد ته خدمت وکړي او ځوانانو ته يې پيغام دا دی، چې زحمت دې وکاږي، په نه ستړې کېدونکې توګه دې درسونه ووايي، څو په راتلونکي کې د ده په څېر اول نومره شي .

دغه عمومي اول نومره زياته کړه: “زه مې په خپل زړه سوانده او مهربانه پلار وياړم، چې خپلو اولادونو ته يې د درس زمينه مساعده کړې، همدا د مور او پلار مهرباني وه، چې زه په لومړۍ درجه بريالۍ شوم.”

د عبدالقاسم پلار حاجي عبدالجبار هم د خوښۍ په څرګندولو سره وويل: “زه وياړم، چې زوی مې د يوه غوري ځوان په توګه د ټول هېواد په کچه تر ټولو لوړې نومرې وړې دي.”

عبدالقاسم له دولت نه وغوښتل، چې د زده کوونکو لپاره دې  د درس، ښوونې او درسي کتابونو او لوړو زده کړو ته د ورتګ زمينه مساعده کړي.

د ده ترڅنګ د سلطان علاوالدين غوري لېسې د دوولسم ټولګي فارغ  ذبيح الله هم د ۳۳۳ نومرو په ترلاسه کولو سره د هېواد په کچه دويم مقام په ترلاسه کولو د کابل طبي پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي ته بريالی شوی دی.

که څه هم د دغو دواړو زده کوونکو نومرې سره مساوي، خو د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې د دوی د اعلان شوو لېستونو په اساس د عبدالقاسم نوم وړاندې دی، نو ځکه يې ورته لومړۍ درجه ورکړې ده.

دغور ولايت مقام، مدني ټولنو او د پوهنې رياست هم د کب په ۱۳ نېټه په دغه ولايت کې د دغو دوو ځوانانو د ستاينې بېلابېلې غونډې جوړې کړې وې.

د غور د پوهنې رييس صبغت الله اکبري پژواک ته وويل، چې بې وزلي، تنګ لاسي، محروميتونه او د دغو دوو ځوانانو د کورنيو د مشرانو پانګونه د دې لامل شوې، چې دوی په کانکور کې لوړې نومرې ترلاسه کړي.

اکبري زياته کړه، چې سږ کال  د دغه ولايت دوو زرو فارغينو چې ۶۰۰ يې نجونې دي، په کانکور کې ګډون کړی و، له ۱۳۰۰ څخه زيات يې د طب، انجينرۍ، اقتصاد، حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو په ګډون لوړو او نيمه لوړو زده کړو موسيسوته لاره موندلې ده.

د غور د پوهنې رييس وويل، چې د دغه ولايت استعدادونه په نورو ولايتونو کې کم دي او دا يوه غوره شمېره ده، چې يواځې ۶۰۰ زده کوونکي مو بې پايلې او ناکام شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د غور د پوهنې سيستم د خلکو په همکارۍ پرته له کوم تعصب نه فعال دی او ښوونځي پرانيستي دي، خو د پوهنې امکانات کم دي.

په غور کې له ۸۰۰ ښوونځيو څخه يواځې ۱۲۰ يې ودانۍ لري او پاتې نور زده کوونکي تر خېمو، د ونو سيورو او تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

غور يو له مرکزي او وروسته پاتې ولايتونو څخه دی، چې خلک يې د پوهنې تر څنګ په نورو برخو کې هم د دولت له نه پاملرنې شکايت کوي، خو اوسمهال په کانکور کې د دغو دوو ځوانانو له بريا سره خپله راتلونکې له هيلو ډکه او روښانه ويني.

د ويلو ده، چې د ۱۳۹۰ کال په کانکور ازموينه کې د بلخ ولايت د سلطان غياث الدين غوري عالي لېسې زده کوونکی سردارمحمد رضايي د ۳۲۱نومرو په اخيستلو عمومي اول نومره اعلان شوی و.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version