ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر او لغمان ولسونو او عالمانو د اشرفي څرګندونې بې بنسټه وبللې

6 Mar 2013 - 16:14
6 Mar 2013 - 16:14

پل علم ، جلال اباد (پژواک ١٦ کب ٩١): د لوګر او لغمان ولايتونو د جلا جلا غونډو په ترڅ کې د پاکستاني عالم وروستۍ څرګندونې په کلکه وغندل شوې.

د پاکستان د علماوو شورا مشر مولانا طاهر اشرفي څو ورځې وړاندې ويلي وو، چې ګواکې په افغانستان کې ځانمرګي بريدونه روا او په پاکستان کې ناروا دي.

دا په داسې حال کې چې نوموړي د کب په ١٣مه له پژواک اژانس سره په مرکه کې وويل، چې په افغانستان کې د ځانمرګو بريدونو د رواوالي په اړه يې خبرې ناسمې تعبير شوې دي.

په همدې موخه نن (د کب ١٦مه) د پل علم په جامع جومات کې د لوګر د بېلابېلو سيمو د شاوخوا پنځو سوو علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو په ګډون غونډه جوړه شوه.

د لوګر د علماوو شورا يوه غړي مولوي ضياءالرحمن غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د ځان او خلکو وژنه په اسلام کې ناروا او د دې کړنې جواز ورکوونکى په خپله ظالم او تېرى کوونکى دى.

نوموړي د پاکستاني عالم خبرو ته په اشارې سره وويل: “له دې په ډاګه ښکاري چې په افغانستان کې روانه جګړه د هغوى له لوري روانه ده.”

ده د اشرفي فتوا د پاکستان د استخباراتو نقل قول وباله او زياته يې کړه، اسلام د سولې او ورورګلوۍ دين دى او د هغه فتوا له دين سره هېڅ اړخ نه لګوي.

د پل علم د کولنګار جامع جومات خطيب مولوي حبيب الله هم د پاکستاني عالم پر څرګندونو نيوکه وکړه او هغه يې بې بنسټه وبللې.

ده وويل، په افغانستان کې اسلامي حکومت موجود دى او د اشرفي فتوا زموږ د هېواد او هېوادوالو پر وړاندې يوه دسيسه ده.

د يو بل خبر له مخې، د لوګر په مرکز کلنګار کلي کې هم نن لسګونو کسانو د ځانمرګو بريدونو په اړه د پاکستاني عالم طاهر اشرفي فتوا په سختو ټکو وغندله او هغه يې له اسلام سره په ټکر کې وبلله.

د پل علم د نيازيو قومي مشر محراب الدين په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وويل، له څو کلونو راهيسې د پاکستان د مذهبي ډلو د بې بنسټه فتواوو په پايله کې زموږ په هېواد کې جګړه روانه ده.

ده زياته کړه: “نور بايد افغانانو د پرديو په خبرو نه غولېږي، ځکه دلته يو اسلامي نظام شتون لري.”

د لوګر د ځوانانو د ټولنې غړي حکمت الله بيا پژواک اژانس ته وويل، پاکستانى عالم دې له افغانستان څخه رسمي بښنه وغواړي، که نه نو دوى به په کابل کې د پاکستان د سفارت په وړاندې لاريون وکړي.

ديوه بل خبر له مخې د لغمان والي او د ياد ولايت  لسګونه قومي مشرانو او ديني عالمانو د پاکستان د علماوو شورا د رئيس هغه فتوا په کلکه وغندله چې له مخې يې په افغانستان کې د ځانمرګو بريدونو جواز ورکړى و، او هم يادو مخورو په لغمان ولايت کې د وروستيو عملياتو ملاتړ اعلان کړ.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل چې يادو قومي مشرانو نن د لغمان په ولايت کې د يوې غونډې پر مهال د پاکستان د علماو شورا د رئيس طاهر اشرفي فتوا يوه استخباراتي فتوا وبلله.

د مهترلام د قومي شورا رئيس شيخ محصل هم د پاکستان د علماو شورا د رئيس طاهر اشرفي فتوا په کلکه ردوي او وايي چې په افغانستان کې د اسلامي شرعيت سره سم حکومت موجود دى.

دى وايي: (( هېڅوک دا حق نه لري چې د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله وکړي او نور کسان ناامنۍ ته ولمسوي))

د لغمان والي فضل الله مجددي هم پژواک ته د طاهر اشرفي فتوا په کلکه وغندله او زياته يې کړه چې ګاونډي هېوادونه دې له ورته فتواو څخه ځان وساتي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version