ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل يو شمېر ښځو د مارچ اتمې په مناسبت لاريون وکړ

7 Mar 2013 - 14:42
7 Mar 2013 - 14:42

کابل-باميان (پژواک ١٧ کب ٩١): په کابل او باميانو کې يو شمېر ښځو د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت لاريون وکړ، له دولت او نړيوالو بنسټونو يې د ښځو د ناسم حالت په اړه د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د ښځې نړيواله ورځ هر کال د مارچ مياشتې په اتمه د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نمانځل کېږي او له يوې لسيزې راپه دېخوا په افغانستان کې هم د دولتي او غيردولتي ادارو له خوا په ځانګړو مراسمو دغه ورځ نمانځل کېږي. 

نن په کابل کې لسګونو او دغه راز په باميانو ولايت کې هم تر سلو زياتو ښځو لاريونونه وکړل او د ښځو د حقونو د خونديتوب په موخه يې خپل غږ اوچت کړ.

ښځو د حبيبيې لېسې مخې ته د يوې غونډې په ترڅ کې، چې وروسته د ملي شورا پر لوري هم وخوځېدې، ويل، دا ځل غواړي له هغو محفلونو او غونډو بهر لاريون وکړي، چې د مارچ د اتمې په مناسبت په تالارونو کې نيول کېږي.

د ښځو د ټولنيز او اقتصادي سازمان رييسې زرغونې روشن، چې دغه يون يې سمبال کړى، پژواک اژانس ته وويل: “دا ځل غواړو، حرکت سمبوليک نه وي، بلکې په دغه لاريو سره غواړو له خپلو حقوقو، له ځان بسياينې او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي دفاع وکړو.

هغې دولتي چارواکي تورن کړل، چې ګواکې د ښځو ناوړه حالت ته يې کومه پاملرنه نه ده کړې او زياته يې کړه، واټونو ته ځکه راوتلې، څو خلکو ته وښيې، چې افغان مېرمنې پياوړې دي او کولاى شي، چې په راتلونکو ټولټاکنو کې ځانونه لوړو پوستونو ته ونوموي.

مېرمن روشن په دغه لاريون کې چې د همفکره ځوانانو د فرهنګي او ټولنيز بنسټ  په همکارۍ په لاره اچول شوی و، زياته کړه، اړينه ده، چې دولت او نړيوال بنسټونه د ښځو وضعيت ته پاملرنه وکړي او د هغوی ستونزو ته ځان ورسوي.

په ورته وخت کې په باميانو ښار کې هم ښځو، د ښځو چارو رياست مخې ته د يوه کيلومتر په واټن لاريون وکړ او ويل يې، چې د دوی پر وړاندې بايد تبعيض ونه شي.

د دغه لايون يوې سمبالوونکې رحيمې بېکزاد وويل: ((موږ له افغان او نړيوالو ښځو سره همقدمه يو، څو ښځې ته په ټولنې کې د يوې هېوادوالې او بې له تبعيضه په نظر وکتل شي.))

هغې زياته کړه، چې ښځې په هېواد کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او بايد چې ژوند يې ښه شي.

د باميانو والي حبيبې سرابي په دغه لاريون کې وويل، چې ښځې بايد خپل ځان ته په شخصيت قايلې شي او خپل ځان داسې عيار کړي، چې په ټولنه کې ښه او مثبت رول ولري.

د هېواد په کچه دغې يواځېنۍ ښځينه والۍ زياته کړه: ((هر څومره چې خپل ځان کمزوری احساس کړو، په هماغه اندازه برخه هم نه راکول کېږي او پر ښځو اعتماد کېږي.))

سرابي زياته کړه، چې په غير دولتي موسساتو کې د ۱۷سلنې، په دولت کې د ۱۱ سلنې او د باميان په ۱۳۵ زره زده کوونکو کې د ۴۵سلنې نجونو شتون په دغه ولايت کې د ښځو او نجونو  د پياوړي رول څرګندونه کوي.

د دغه لاريون په څنګ کې د باميانو په ښځو چارو رياست کې هم د ښځو د کرنيزو محصولاتو او لاسي صنايعو نندارتون هم پرانيستل شوی و.

د ښځو نړيواله ورځ په هېواد کې په داسې مهال نمانځل کېږي، چې يو شمېر ښځې د دې ورځې په اړه هېڅ خبرتيا نه لري او يو شمېر نورې بيا د دې ورځې نمانځنه نمايشي ګڼي او وايي، چې د ښځو ستونزو پر وړاندې دې عملي ګامونه پورته شي.

خو د ښځو چارو وزارت د عامه پوهاوي، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په اړه د قانون چمتو کول، د کورنۍ د قانون مسوده برابرول، د ماشومانو او ښځو سرپرستي، عدالت ته د بندي ښځو لاسرسی او د ښځو د مرکز ملاتړ رامنځته کول، د ښځو په برخه کې له خپلو عمده کارونو ګڼي.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version