فراه (پژواک ٢٠ کب ٩١): چارواکي وايي، د فراه ولايت په بېلابېلو سيمو کې څلور ملکي وګړي، يو پوليس او يو طالب قوماندان له دو ساتونکو سره وژل شوي او ٤ ملکي وګړي ټپيان دي.
د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د فراه ښار په لومړۍ ناحيه کې د ماين چاودنې له امله يو پوليس او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
هغه وويل، چې ياد پوليس سرتېرى له بالابلوک څخه د ولايت مرکز ته په شخصي موټر کې روان و او ياد دوه ملکي وګړي هم ورسره وو، چې د سړک غاړې ماين چاودنه پرې وشوه.
دغه راز د دغه ولايت د خاک سفېد ولسوال عبدالخالق نورزى وايي، تېره ورځ له غرمې وروسته شاوخوا ٣ بجې د دې ولسوالۍ په پساو سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې يو طالب قوماندان مولوي سيدعظيم او د هغه دوه ساتونکي ووژل شول.
د فراه د ملي امنيت رييس عبدالصمد وايي، چې سيدعظيم له القاعده ډلې سره تړاو درلود او په ډېرې ورانکارې کړنې يې ترسره کړې دي.
د هغه په وينا، سيدعظيم د کرل شوو کوکنارو په کروندو کې د کوکنارو د له منځه وړو کمپاين د مخنيوي په موخه ماينونه ځاى پر ځاى کول، چې تر بريد لاندې راغى او له دوو نورو کسانو سره ووژل شو.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په دغه بې پيلوټه بريد کې يو ملاامام وژل شوى دى.
د فراه د ملي امنيت مشر وويل، چې پرون مازديګر مهال د فراه رود ولسوالۍ په مرکز کې د وسله والو مخالفينو له خوا د ځاى پر ځاى شوي ماين په چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
دى وايي، وسله وال مخالفين ځکه ماينونه خښوي، چې د مخامخ جګړې وس يې له لاسه ورکړى دى.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن