ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هېګل: د وردګو پر موضوع به له افغان لوري سره يوې پرېکړې ته ورسېږو

10 Mar 2013 - 09:51
10 Mar 2013 - 09:51

جلال اباد (پژواک ٢٠ کب ٩١): د امريکا د دفاع وزير وايي، چې له افغان ولسمشر سره به له وردګو ولايت څخه د ځانګړو امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه پرېکړې ته ورسېږي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون ناوخته د ننګرهار په هوايي ډګر کې له بهرنيو خبريالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.

په جلال اباد کې د ايساف مطبوعاتي دفتر د کب په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  د امريکا دفاع وزير چک هېګل پرون ناوخته راغلى و.

سرچينې زياته کړه، چې نوموړي د ايساف له ځايي قوماندانانو او جنرالانو سره د سيمې پر امنيت او نورو موضوعاتو خبرې وکړې، خو په دې اړه نور معلومات نه لري.

د جلال اباد په هوايي ډګر کې له بهرنيو خبريالانو سره د خبرو پر مهال هېګل ويلي، چې له افغان چارواکو سره به د وردګو پر موضوع يوې پرېکړې ته ورسېږي.

د ځانګړو امريکايي ځواکونو له خوا د خلکو د شکنجو او وژلو په اړه د وردګو د خلکو له شکايتونو وروسته ولسمشر حامد کرزي دفاع وزارت ته دنده وسپارله، چې ځانګړي امريکايي ځواکونه دې په دوو اونيو کې له دغه ولايت څخه وباسي.

هغوى ته ټاکل شوې موده سبا د دوشنبې په ورځ پوره کېږي، خو تر اوسه په دې اړه کوم عملي اقدامات نه دي شوي.

ټاکل شوې چې د امريکا د دفاع وزير چک هېګل نن له ولسمشر کرزي او د دفاع له وزير جنرال بسم الله خان سره وګوري.

هېګل زياته کړې، دى هيله من دى، چې له افغان چارواکو سره به د وردګو پر موضوع يوې پرېکړې ته ورسېږي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼي پژواک اژانس ته وويل، چې د امريکايي ځانګړو ځواکونو له خوا د خلکو د شکنجو او وژلو په په اړه څېړنې اوس هم روانې دي.

هغه زياته کړه، چې له مرکز څخه د راغلي پلاوي په غوښتنه د څېړنو موده اوږده شوې او پلاوى اوس هم په دې اړه څېړنې کوي او له خلکو شواهد او اسناد راټولوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version