ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فوټبال : جوزجان هرات او هلمند کابل ته ماتې ورکړه

14 Mar 2013 - 11:24
14 Mar 2013 - 11:24

کندهار (پژواک ٢٤ کب ٩١): په کندهار کې د اتو زونونو تر منځ د فوټبال په پيل شوو سياليو کې د کب په ٢٣مه جوزجان هرات او هلمند کابل ته ماتې ورکړه.

 د کندهار ښار په احمدشاهي لوبغالي کې تېره ورځ د هېواد د اتو زونونو د فوټبال د غوره لوبډلو تر منځ سيالۍ پيل شوې، چې تر دې مهاله يې درې لوبې کړې دي.

 د کندهار د فوټبال فدراسيون مشر مدير اغا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سيالۍ د هېواد په کچه د فوټبال د غوره لوبډلې د ټاکلو په موخه پيل شوې، چې ١٥ ورځې به دوام لري.

 هغه زياته کړه، په دغو سياليو کې کابل، هرات، هلمند، جوزجان او پنجشېر په اې ګروپ کې او کندهار، خوست، جلال اباد او بدخشان په بي ګروپ کې لوبېږي.

 دى وايي، ټاکل شوې د اې او بي ګروپونو د بېلا بېلو لوبډلو تر منځ هره ورځ دوه – دوه لوبې وشي، چې تر دې مهاله درې لوبې شوې دي.

 هغه زياته کړه، نن د سياليو په دويمه ورځ په کندهار کې د اتو زونونو تر منځ د فوټبال سياليو په لړ کې د جوزجان لوبډله د هرات لوبډلې او د کابل لوبډله د هلمند لوبډلې پر وړاندې سيالۍ ته راووتې.

 لومړى لوبه د جوزجان او هرات د فوټبال د لوبډلو تر منځ وشوه، چې د دواړو ټيمونو د لوبغاړو تر سخت مقاومت وروسته جوزجان لوبډله وتوانېده، د يوه ګول په وهلو سره خپلې سيالې لوبډلې هرات ته ماتې ورکړي.

 د دې لوبې د له پاى ته رسېدو سره سم د کابل او هلمند لوبډلې د سيالۍ لپاره راوتلې، چې تر پر له پسې هڅو وروسته هلمند وکولاى شواى، د لوبې په پاى کې کابل ته يو ګول ورکړي او لوبه په خپله ګڼه پاى ته ورسوي.

 د فوټبال د فدراسيون مشر مدير اغا وايي، تېره ورځ چې د فوټبال د دغو سياليو لومړۍ ورځ وه، د هلمند او پنجشېر ولايتونو لوبډلې يو د بل پر وړاندې ولوبېدلې، چې هلمند لوبډلې څلور د يو په مقابل کې د پنجشېر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

 هغه زياته کړه، ټاکل شوې چې سبا لومړۍ لوبه د کندهار او خوست لوبډلو تر منځ او دويمه لوبه د ننګرهار او بدخشان د لوبډلو ترمنځ وشي.

 په کندهار کې تر دې وړاندې هم د زونونو تر منځ ورته سيالۍ جوړې شوې، خو دا ځل دا سيالۍ په داسې حال کې جوړېږي، چې د نوي لمريز کال پيلېدو ته څو ورځې پاتې دي.

 کندهار ښاريان خوښ دي، چې د پسرلي له راتلو سره په دغه ولايت کې د فوټبال لوبو سيالۍ جوړې شوې دي، د لوبو ليدلو ته هره ورځ زرګونه ښاريان راځي.

 د نندارچيانو له ډلې د جاوېد په نوم يوه ځوان پژواک ته وويل، چې اوس امنيت د پخوا په پرتله ښه شوى، خلک په ډاډه زړه د لوبې ليدلو ته راځي او د شپې تر ناوخته د لوبې ننداره کوي.

 هغه وايي، پخوا هم په کندهار کې ورته سيالۍ جوړېدې، خو دا چې امنيتي حالت به ډاډمن نه وو، نو نندارچيان به هم د لوبو ليدو ته زړه نا زړه راتلل.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version