کابل (پژواک ٢٦ کب ٩١): د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې په يوه ترافيکي پېښه کې ٢٣ پاکستاني سرتېري مړه شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دفتر (اى اېس پي ار) له خوا د کب په ٢٦مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه نن سهار وخته د خيبر پښتونخوا ايالت د کوهستان ولسوالۍ اړوند د قراقرم پر لويه لاره رامنځ ته شوې ده.
سرچينې زياته کړه، چې د پوځ سرتېري په يوه کاسټر موټر کې له راولپنډۍ څخه ګلګت ايالت ته پر لاره وو، چې په ياده غرنيزه سيمه کې يې کاسټر موټر له سړک څخه وتلى او لاندې غورځېدلى دى.
د پاکستان پوځ ويلي، چې په دې پېښه کې ٢٣ سرتېري ، يو ملکي موټر چلوونکى او يو کلېنر مړه شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
سرچينې زياته کړې، چې سيمې ته د مړو او ټپيانو د لېږدولو په موخه يې مرستندى پلاوى لېږلى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن