ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کانکور ازموينې کمېټه دې له وزارته جلا او ملي شي”

17 Mar 2013 - 16:12
17 Mar 2013 - 16:12

کابل (پژواک ٢٧ کب ٩١): مشرانو جرګې پرېکړه وکړه، چې د کانکور ازموينې کمېټه دې لغوه او پر ځاى دې يوه بله ملي کمېټه، چې د لوړو زده کړو وزارت تر اغېز لاندې نه وي، رامنځ ته شي.

مشرانو جرګې وروسته له هغه دغه پرېکړه وکړه، چې په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې زده کوونکو د روان کال د کانکور په ازموينه کې د پراخو درغليو ادعا لرله او خپلو شکايتونو ته د رسېدو لپاره يې لاريونونه وکړل.

په همدې تړاو، نن مشرانو جرګې د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد وربللى و، ترڅو د کانکور  د ازموينې په اړه د جرګې د غړو پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ووايي.

په ياده جرګه کې د فراه استازي ګل احمداعظمي وويل، چې د کانکور تېره ازموينه له درغليو ډکه وه.

هغه زياته کړه: “يو کس طب ته کامياب شوى او خپله عريضه يې ماته راکړه، چې ادبياتو ته يې تبديل کړم؛ نو دا څنګه کېداى شي چې يوکس دې د طب د ويلو لياقت ونه لري او کامياب دې شي او بيا دې ځان ادبياتو ته تبديل کړي.”

اعظمي ادعا وکړه، چې د دولتي پوهنتونونو ترڅنګ په خصوصي پوهنتونونو کې هم قومي، ژبني او سمتي تعصبات موجود دي، چې وزارت يې بايد د مخنيوي لپاره ګامونه واخلي.

په ياده جرګه کې د کونړ استازي رفيع الله حيدري وويل، چې د کانکور ازموينې کمېټې د کانکور په تېره ازموينه کې درغلي کړې ده.

هغه د بېلګې په توګه وويل، چې د کانکور په ازموينه کې له کابل څخه ٩٨تنو او له ننګرهار څخه ١٧تنو له درېيو سوو زياتې نومرې ترلاسه کړي؛ خو له باميان او دايکنډي څخه بيا شاوخوا ٧سوو کسانو له ٣سوو زياتې نومرې اخيستي او لوړو تحصيلي موسسو ته يې لارې پيدا کړې دي.

هغه زياته کړه: “موږ تعصب نه لرو، چې له يو ولايت څخه ولې زيات کسان کامياب شوي او له بل څخه کم، خو د نورو حق بايد ونه خوړل شي.”

حيدري وويل، چې تېر کال پوهنې وزارت د نړيوال بانک په مرسته يوه سروې کړې وه، چې له مخې يې دايکنډي د هغو ولايتونو په ډله کې و، چې مسلکي استادان يې نه لرل.

هغه وايي: “يو ولايت چې مسلکي استادان ونه لري، نو زده کوونکي يې څنګه کولى شي په کانکور کې تر نورو ولايتونو لوړې نومرې ترلاسه کړي.”

له فارياب، اروزګان، هلمند او دايکنډي څخه د کانکور په ازموينه کې د برياليو ګډونوالو سلنه تر ٧٥ لوړه وه، خو په کابل کې دغه سلنه شاوخوا ١٦ ته رسېده.

حيدري وړانديز وکړ، چې د کانکور د ازموينو کمېټه بايد لغوه او پر ځاى يې يوه بله ملي کمېټه جوړه او په فعاليت پيل وکړي.

د مشرانو جرګې نورو غړو هم ورته پوښتنې او نيوکې درلودې.

د جرګې ځينو غړو نيوکه کوله، چې ولې د ځينو وروسته پاتې ولايتونو د برياليو زده کوونکو کچه د ځينو نورو ولايتونو په پرتله، چې د ښې زده کړې امکانات هم لري، په بې ساري کچه لوړه ده.

که څه هم د جرګې ډېرو غړو د روان کال په کانکور ازموينه کې د پراخو درغليو ادعا کوله، خو د جرګې ځينو نورو غړو بيا دا ادعاوې بې بنسټه بللې.

د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد د جرګې د غړو تر څرګندونو وروسته، که څه هم د کانکور ازموينې په بهير کې يې ځينې ستونزې ومنلې، خو ټينګار يې وکړ، چې د ځوابونو پاڼې د ځانګړو ماشينونو پر مټ کتل کېږي او دا کار د درغلۍ امکان له منځه وړي.

 عبيد د کانکور ازموينې د ځوابونو د پاڼو د وتلو ادعاوې رد کړې او ويې ويل، چې د ځوابونو کيلي تر ازموينې وروسته جوړېږي.

هغه وويل، تر اوسه د کانکور په ازموينه کې شپږ سوه کسان، چې په ازموينه کې يې د درغلۍ هڅه کوله، نيول شوي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

خو د ونه ويل، چې دغه کسان د وزارت کارکوونکي دي که د کانکور ګډونوال.

ده زياته کړه، د ملي شورا، مدني ټولنو او د کانکور ازموينې له کمېټې دې يو ګډ کمېسيون جوړ شي او هغه کسان دې پيدا کړي، چې د کانکور په ازموينه کې يې درغلي کړې، ترڅو هغوى هم د قانون منګولو ته وسپارل شي.

عبيد وويل،د کانکور ازموينې اړوندو ادارو ته يې امر کړى، چې د ازموينې د معترضو ګډونوالو شکايتونه وڅېړي.

هغه زياته کړه، چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې د کانکور په ازموينه کې د جذب کچه ٢٠ تر ٣٠ سلنې پورې ده، خو په هېواد کې د تېر کال په پرتله سږ کال د جذب کچه نږدې دوه برابره لوړه شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، سږ کال د کانکور د ازموينې له لارې شاوخوا ٤٤زرو کسانو د لوړو زده کړو موسسو ته لاره پيدا کړې ده.

ده وويل، د هغو بې پايلو زده کوونکو هلکانو، چې نومرې يې تر ٢٥٠ او د نجونو، چې نومرې يې له ٢٣٠ څخه لوړې وي، کولى شي دغه وزارت ته عريضه وکړي، ترڅو يې ستونزه هواره شي.

هغه زياته کړه: “دا يواځېنۍ لاره ده، چې موږ کولى شو له مخې يې د بې پايلو کسانو ستونزه هواره کړو.”

د وزير په وينا، د لوړو زده کړو وزارت هڅې کړي، چې د دولتي پوهنتونونو ترڅنګ په خصوصي پوهنتونونو کې هم يو شمېر زده کوونکي جذب کړي.

د غونډې په پاى کې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل، چې د کانکور ازموينې کمېټه دې لغوه او پر ځاى دې بله ملي کمېټه جوړه شي، ترڅو دغه ملي پروسه، ملي پاتې شي.

ده زياته کړه، د خلکو د قناعت لپاره د هغو ولايتونو د کانکور ازموينې پايلې بايد تر عدلي تعقيب لاندې راوستل شي، چې د درغلۍ شک پرې کېږي.

د مسلميار يادې خبرې د مشرانو جرګې د غړو له لوري د شنو کارتونو په پورته کولو سره تاييد شوې.

د مشرانو جرګې رييس دا هم وويل، چې د کانکور په ازموينه کې خيانت شوى او “هر هغه څوک چې پر دغه خيانت سترګې پټوي، خاين دى.”

دا په داسې حال کې ده، تېره ورځ ولسي جرګې پرېکړه وکړه، چې د کانکور ازموينې د پايلو څېړلو لپاره دې، د ملي شورا له فرهنګي کمېسيونونو، مدني ټولنو او د لوړو زده کړو وزارت له چارواکو ګډ کمېسيون جوړ شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version