ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د دوو قوماندانانو په ګډون ١٦ وسله وال ووژل شول

18 Mar 2013 - 13:57
18 Mar 2013 - 13:57

 فيض اباد (پژواک ٢٨ کب ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې په بدخشان ولايت کې د دوو قوماندانانو په ګډون ١٦ وسله وال وژل  شوي ،خو طالبان بيا د ٢٠ امنيتي سرتېرو د وژلو ادعا کوي.

 امنيتي ځواکونه وايي، چې اوه وسلوال مخالفين يې په وردوج ولسوالۍ او ٩ نور يې په جرم ولسوالۍ کې وژلي دي.

 د بدخشان امنيه قوماندان مل پاسوال امام الدين مطمين وايي، چې پرون مازيګر پوليس او د ملي اردو ځواکونه، د وردوج ولسوالۍ د زوو سيمې ته د حالاتو د څېړلو لپاره تللي وو، چې د طالبانو له خوا پرې بريد وشو.

 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې امنيتي ځواکونو بريد په شا تنبولى او په پايله کې اووه وسله وال مخالفين وژل شوي او ٩ نور ټپيان دي.

 امنيه قوماندان زياته کړه، چې په وژل شوو کې د ملا ذبيح الله او امرالله په نومونو دوه طالب قوماندانان هم شامل دي.

 په ورته وخت کې د وردوج ولسوال دولت محمد خاوري وايي، چې په دغه نښته کې د ملي اردو لس سرتيري ټپيان شوي، چې په سيمه کې نږدې روغتيايي کلينيکونو ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

 خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته په يوه رالېږل شوي ايميل کې ادعا کړې، چې په دغه بريد کې يې شل دولتي سرتېري وژلي او لس نور يې ټپيان کړي دي.

 د هغه په وينا، د طالبانو په يوه راکټي بريد کې دوه رينجر موټر او يو ټانک هم له منځه وړل شوي او ٣٠ ميله بېلابېلې وسلې يې ترلاسه کړې دي.

 طالب وياند وايي، چې په دې پېښه کې درې طالبان هم وژل شوي او يو بل تن ټپي شوى دى.

د بدخشان په جُرم ولسوالۍ کې هم د ٩ وسله والو مخالفينو د وژلو خبر ورکړل شوى دى.

 د بدخشان امنيه قوماندان وايي، چې دغه ډله وسله وال مخالفين د جُرم ولسوالۍ په پشکان سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره د يوې نښتې په ترڅ کې وژل شوي او د ملا صابر نومي قوماندان په ګډون يې ١٦ نور وسله وال نيولي دي.

 د هغه په وينا، په دغه نښته کې يوه پوليس هم ژوند له لاسه ورکړى او دوه نور ټپيان دي.

 له بلې خوا د وردوج ولسوال وايي، د يوه وسله وال طالب مړى يې، چې د جګړې په ترڅ کې د امنيتي ځواکونو  لاس ته ورغلى و، د ملي اردو د سرتېري له مړي سره تبادله شوى دى.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د کب په ١٦مه هم وسله والو طالبانو د پوليسو او ملي اردو سرتېرو ١٦ مړي، د سيمې د خلکو په منځګړيتوب، سيمه ييزو چارواکو ته سپارلي وو.

  د امنيتي چارواکو په وينا، درې ورځې وړاندې د وردوج ولسوالۍ په غنيو سيمه کې د ملي اردو او پوليسو ٢٣ سرتېري، وسله والو طالبانو ونيول، خو وروسته يې له دې ډلې اوه تنه خوشې او ١٦ نور يې وژلي دي.

 خو طالبانو ويل، چې د سرتېرو ١٥ مړي د جګړې په ميدان کې پاتې و او بيا د طالبانو مرکزونو ته يوړل شول او يو بل سرتېرى، چې د نښتې په جريان کې ټپي شوى و، هم يې ژوند له لاسه ورکړى، چې وروسته ټول مړي د خلکو له خوا د بدخشان سيمه ييزو چارواکو ته وسپارل شول.

 له بلې خوا تېره اونۍ د بدخشان سيمه ييزو چارواکو ويلي و ، چې د وردوج ولسوالۍ د مخ شيرې سيمې شاوخوا ٢ زره کورنۍ د طالبانو له ډاره د سيمې پرېښودو ته اړې شوې، چې د ولسوالۍ مرکز چاکران سيمې ته راکوچېدلې دي.

 خو طالبان، بيا دولتي ځواکونه د دغو خلکو د بېځايه کېدو لامل ګڼي.

 د وردوج ولسوالۍ، د بدخشان مرکز فيض اباد په ٦٠ کيلومترۍ کې پرته  ده، چې د پاکستان له قبايلي سيمو سره ګډه پوله لري او د طالبانو د نفوذ له امله د دغه ولايت ناامنه ولسوالۍ ګڼل کېږي.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version