جلال اباد (پژواک ٣ ورى ٩٢): د کابل- جلال اباد په لويه لاره په څلورو بېلابېلو ترافيکي پېښو کې ٢٦ تنه ټپيان شوي دي.
د سروبي امنيه قوماندان سمونمل شاغاسي د وري په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د کابل جلال اباد په لويه لاره په بېلا بېلو سيمو کې څلور ترافيکي پېښې رامنځ ته شوې دي.
ده زياته کړه، په دغو پېښو کې ٢٦ تنه ټپيان شوي، چې د سروبي او لغمان روغتونو ته لېږدول شوي او د ځينو روغتيايي يې حالت د اندېښنې وړ دى.
د لغمان د ملکي روغتون يوه ډاکټر عطامحمد ميازاده پژواک ته وويل، چې د سپرليو يو سراچه ډول موټر د سروبي له پول سره څېرمه سيند لوېدلى، چې ٦تنه په کي ټپيان شوي دي.
دى وايي، بله پېښه د وريښمين تنګي په سيمه کې شوې، چې يو کرولا له مرسيډيز موټر سره ټکر شوى او ١٢تنه په کې ټپيان شوي دي.
نوموړى وايي، د نغلو په سيمه کې له غره سره د مرسيډيز موټر د ټکر له امله هم ٥تنه ټپيان شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه راز د سروبي په سيمه کې د يوه کرولا ډول موټر د چپه کېدو له امله ٣تنه ټپيان شوي دي.
ميازاده وايي، په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او په وينا يې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د سروبي امنيه قوماندان شاغاسى د دغو پېښو د رامنځ ته کېدو لامل زيات ورښت او د موټرچلوونکو بې احتياطي وبلله.
نوموړي زياته کړه، د کابل-جلال اباد لويه لاره خطرناکه ده، نو موترچلوونکو ته په کار دي، چې پر دغې لاره د تلو پرمهال له زيات احتياطه کار واخلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن