جلال اباد (پژواک ٢٦ مرغومى ٩١): د کابل–جلال اباد پر لويه لار د سراچه موټر د چپه کېدو له امله اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا پېښه پرون له غرمې وروسته د جلال اباد-کابل پر لويه لار د سروبي په سيمه کې رامنځته شوه.
د سروبي د روغتون ډاکټر عطامحمد پژواک اژانس ته وويل، چې پرون له غرمې وروسته له کړکين تونل سره نږدې يو سراچه موټر له سرکه اوښتى، چې له امله يې دوه ماشومان وژل شوي او د درېيو ښځو په ګډون شپږ تنه ټپيان شوي دي، خو نوموړي د يو ټپي حالت نازک وباله.
د سروبي بازار يوه اوسېدونکي اميد د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ننګرهار ولايت ځيني اوسېدونکي په سراچه موټر کې د کاپيسا تګاب ولسوالۍ ته يوې کوژدنې ته روان و، چې دا پېښه رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې پرون له غرمې وروسته سروبي ته نږدې له کړکين تونل سره دغه سراچه موټر له سرکه اوښتى چې له امله يې دوه تنه مړه او څلور نور ټپي شوي دي.
د يادونې ده، د کابل–جلال اباد لويه لاره يوه له هغو لارو ده، چې ډېرى وخت ترې د ترافيکي پېښو خبرونه ورکول کېږي.
تېر کال د يادې لارې په ترافيکي پېښو کې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن