ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل-جلال اباد لاره د ترافيکو پر مخ بېرته خلاصه شوه

4 Jul 2012 - 12:45
4 Jul 2012 - 12:45

جلال اباد (پژواک ١٤ چنګاښ ٩١): د کابل-جلال اباد لويه لاره چې د خښ شوو ماينونه له امله بنده وه، وروسته له اتو ساعتونو غرمه مهال بېرته خلاصه شوه.

د يادې لويې لارې د سروبي-جلال اباد د ساحې قوماندان حليم خان د چنګاښ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي اردو ځواکونو د هلوځلو له امله د لارې په اوږدو کې ځاى پر ځاى شوي ماينونه شنډ او لاره بېرته پرانيستل شوه.

هغه زياته کړه، چې وسلوالو مخالفينو هڅه کړې وه، ترڅو عامو وګړو ته ستونزې پيدا کړي.

د اول خان په نوم د کرولا موټر يوه چلوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لاره د سهار په څلورو بجې بنده شوې وه او په څه کم دوولس بجې بېرته پرانيستل شوه.

هغه زياته کړه، چې د غرمې شاوخوا دوولسو نيمې بجې له جلال اباد ښار څخه کابل ته ورسېدو.

له دې مخکې د سروبي ولسوال حضرت محمد حقبين پژواک خبري اژانس ته ويلي وو، چې ياده لويه لاره له نن سهار څلور بجې راهيسې د ترافيکو پر مخ بنده ده.

هغه زياته کړه، چې وسلوالو طالبانو ماهيپر ته نږدې د خاکي تونل په شاوخوا سيمو کې د سړک پر غاړه څو ځايه ماينونه خښ کړي دي.

د سروبي ولسوال وويل، چې د ملي اردو د انجنيرۍ څانګه د دغو ماينونو د شنډولو په هڅه کې ده او پر يادې ډلې يوه چاودنه هم شوې ده.

د نوموړي په وينا، د يوه ماين د شنډولو پر مهال پر ملي اردو په شوې چاودنه کې يو سرتېرى وژل شوى او يو بل ټپي دى.

د کابل-جلال اباد پر لويه لاره د خاکي تونل په سيمه کې سلګونه موټر دواړو خواوو ته ولاړ دي او مسافر له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د دې لارې يوه مسافر سيد اختيار سباوون د ټېلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو شپږو ساعتونو څخه دلته ولاړ دي.

هغه زياته کړه، چې په دغو مسافرو کې ډېرى ښځې ماشومان، سپين ږيري او ناروغان هم دي ، چې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

سباوون وايي، چې وسلوالو طالبانو په دې سيمه کې په پنځو برخو کې ماينونه خښ کړي، چې د شنډولو پر مهال پر ملي اردو چاودنه شوې، چې له امله يې دوه سرتېري وژل شوي دي.

نوموړي وويل، چې ډېرى خلک له کابل څخه خپل ناروغان د پېښور پر لوري روان کړي دي او که لاره ژر خلاصه نه شي، نو له ډيرو ستونزو سره به مخ شي .

Views: 13

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version