جلال اباد (پژواک ٢٧ کب ٩١): د کابل-جلال اباد لويه لار، چې د لغمان اړوند د درونټې تونل په دوه سوه مترۍ کې د غره ښوېيدو له امله له تېرو دوو ورځو راهيسې بنده وه، نن مازيګر په بشپړه توګه خلاصه شوه.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو دوو ورځو کې د لغمان او ننګرهار د فوايد عامې او د ملي اردو ځواکونو له خوا تر پرله پسې هلو ځلو وروسته دا لاره تېره شپه خلاصه شوه، خو نن سهار يې بېرته بنده کړې وه.
خو هغه زياته کړه، ياده شوې لاره د يادو ادارو په هڅو، نن مازيګر مهال د ترافيکو پرمخ په بشپړه توګه پرانيستل شوه.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن