ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دپوهنې وزير: لاهم درې ميليونه ماشومان ښوونځي ته له تلو محروم دي

23 Mar 2013 - 18:20
23 Mar 2013 - 18:20

کابل (پژواک ٣ ورى ٩٢): د پوهنې وزارت وايي، سره له دې چې د ظرفيت لوړولو او پوهنې د څرنګوالي په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري، خو لا هم په شرايطو برابر درې ميليونه ماشومان ښوونځيو ته لاسرسى نه لري او سلګونه ښوونځي تړلي دي.

نوى ښوونيز ١٣٩٢ کال نن د وري په ٣ مه د (پوهنه د متوازن پرمختګ او تلپاتې سولې لپاره) تر سرليک لاندې د کابل ښار د اماني لېسې په تالار کې د ولسمشر حامد کرزي له لوري د ښوونځي د زنګ په کړنګولو سره رسماً پرانيستل شو.

د پوهنې وزير غلام فاروق وردګ د هېواد پرمختګ او پراختيا د پوهنيز نظام د کيفيت پر لوړېدو پورې تړلې وبلله او ويې ويل، چې زده کړه په يوه ټولنه کې د ګډ ژوند، ثبات او انساني حقونو ضامنه ده.

هغه زياته کړه، سره له دې چې پوهنې وزارت په تېرو ١١ کلونو کې د پوهنې د ملي پروګرامونو په پلي کولو سره د ظرفيت لوړولو او ښوونيز کيفيت په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، خو لا هم په شرايط پوره ٢٤ سلنه ماشومان ښوونځيو ته لاسرسى نه لري او د حرفوي کدرونو نه شتون، په ځينو نا امنو ولايتونو کې د ښوونځيو تړل کېدل او په لرو پرتو سيمو کې د ودانيو نه شتون له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د پوهنې وزير په تېر کال کې د ملي پروګرامونو د اجرا، د ښوونيز نصاب پراختيا، د څرنګوالي، لاسرسي، د خوندي چاپېريال د رامنځته کولو، مديريت، د ظرفيت لوړولو او د پوهنې د نظام د ولسي کولو يادونه وکړه او ويې ويل، چې دغه وزارت د حکومت او نړيوالې ټولنې په ملاتړ توانېدلى، چې د پوهنې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري.

نوموړي زياته کړه، تېر کال له ٩ ميليونو زيات زده کوونکي، چې ٤٠ سلنه يې ښځينه دي او له ٧٠٠ زيات د سواد زده کړې شاګردان، چې ٦٠سلنه يې ښځينه دي، د ٢٠٠ زره استادانو له خوا له ١٥ زرو په زياتو ښوونيزو موسسو او د سواد زده کړې په ٢٢ زره ښوونځيو کې پر زده کړو بوخت وو.

هغه په هېواد کې د شخصي ښوونځيو رامنځته کېدل د پوهنې په برخه کې له نورو عمده لاسته راوړنو وبلل او زياته يې کړه، چې ٣٠٠زره زده کوونکي په ٦٧٠بابه شخصي ښوونځيو کې په ټول هېواد کې پر زده کړو بوخت دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې د ښوونکو د روزنې د ٨٤ مرکزونو په جوړېدو، د ښوونکو د روزنې موسساتو شمېر ٤٢ اساسي دارالمعلمينونو او د ښوونکو د روزنې ٢٣٧ مرکزونو ته ارتقا کړې ده.

هغه همدارنګه زياته کړه، چې د ښوونکو د روزنې په موسسو کې د محصلينو شمېر له ٦٤٠٠ څخه، چې ٤٢سلنه يې ښځينه دي، لوړ شوى دى.

د پوهنې وزير زياته کړه، چې تېر کال ٤٨ميليونه ټوکه درسي کتابونه چاپ شوي، چې په تېر کال کې د ټولو چاپ شوو کتابونو شمېر ٢١٩ميليونه ټوکو ته رسېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې ٤٣٠ عنوانه کتابونه چاپ شوي، چې د تاليف شوو کتابونو ټول شمېر ١٨ زره عنوانه کتابونو ته رسېږي.

هغه زياته کړه، چې نوى ښوونيز کال له يو ميليون او شپږ سوه زرو نه زيات زده کوونکي په عمومي ښوونځيو او نورو ښوونيزو موسسو کې جذبېږي، چې ٤١ سلنه به يې ښځينه وي.

د هغه په خبره، دغه يو ميليون او پنځه سوه زره کسان د عمومي روزنې په برخو کې، ٣٠ زره په اسلامي برخه، ٣٣٦٠٠ تنه د ښوونکو د روزنې او ٤٠ زره نور د تخنيکي او مسلکي زده کړو په برخو کې جذبېږي.

سرچينې همدا راز زياته کړه، چې ټاکل شوې د روان کال په اوږدو کې ٥٠٠ عمومي ښوونځي، ١٠٠مدرسې او ٤٦ د تخنيکي ښوونو موسسې د ټول هېواد په کچه جوړې شوې دي.

خو هغه په دې اړه اندېښنه وښوده، چې لا هم درې ميليونه په شرايطو برابر زده کوونکي ښوونځي ته لاسرسى نه لري او يو شمېر ښوونځي په نا امنو سيمو کې تړل شوي دي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د ټول هېواد په کچه ٤٦٤ښوونځي د ناامنۍ له امله تړلي دي.

د پوهنې وزير وويل، چې لا هم د ښوونځيو ٥٠سلنه ښوونکي غير مسلکي دي او په هېواد کې اته ميليونه وګړي، چې عمرونه يې د ١٥ او ٤٥ ترمنځ دي، په هېواد کې د سواد له نعمت څخه محروم دي.

د هېواد په لرو پرتو او نا امنو سيمو کې د ښوونځيو لپاره د ودانيو نه شتون له نورو ننګونو بلل کېږي، چې په وينا يې، زيات زده کوونکي يې تر شنه اسمان او خېمو لاندې زده کړو ته اړ ايستلي دي.

وردګ د خپلو خبرو په اوږدو کې له وسله والو مخالفينو وغوښتل، څو د ښوونځيو له سوځولو لاس واخلي او د افغانستان ځورېدلي ماشومان دې د لوست له حقه نه محروموي.

هغه وويل: “موږ له افغان وسله والو مخالفينو غواړو، څو د تړل شوو ښوونځيو په پرانيسته کې د بنديزونو له رامنځته کولو ډډه وکړي، دوى به ښوونځي سوځي يا نه، خو پر دوى ورتپل کېږي، که چېرې دوى د ښوونځيو سوځولو تر شا لاس نه لري، نو نورو ته دې هم اجازه نه ورکوي او د خپلو اولادونو پر وړاندې دې د مسووليت احساس وکړي.”

هغه د عامه ذهنيت په روښانولو کې د عالمانو رول ګټور وباله، چې ټول خلک په ځانګړي ډول قومي مخور بايد د پوهنې په ساتنه کې خپل مکلفيت ترسره کړي.

ولسمشر حامد کرزي هم په دغو مراسمو کې له طالبانو وغوښتل، چې د زده کړې مخه دې نه نيسي او په هېواد کې د تړل شوو ښوونځيو په بيا پرانيسته کې دې مرسته وکړي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version