کابل (پژواک ۴ ورى ۹۲): امريکا او افغانستان د بګرام زندان سپارلو په اړه پرېکړې ته رسېدلي او ټاکل شوې سبا (د دوشنبې ورځ) دغه زندان په بشپړه توګه افغان لوري ته وسپارل شي.
د امريکا دفاع وزارت د وري په ۴مه ويلي، چې په دې اړه له تېرې يوې اونۍ راهيسې له افغان چارواکو سره پر خبرو بوخت وو او بالاخره پرېکړې ته ورسېدل.
د امريکا د دفاع وزارت وياند جارج ليټل وايي، چې د دفاع وزير چک هېګل پرون ناوخته له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ټيلېفوني اړيکه ونيوه او د بګرام زندان په اړه يې ورسره تفصيلي خبرې وکړې.
هغه زياته کړېت، چې افغانستان او امريکا په دې اړه يوې پرېکړې ته رسېدلي او ټاکل شوې سبا (د دوشنبې ورځ) د وري په ۵مه د دغه زندان چارې په بشپړه توګه افغانانو ته وسپارل شي.
ليټل وايي، چې د دفاع وزير چک هېګل د افغان ولسمشر د دې ژمنې هرکلى وکړ، چې خطرناک بنديان به د افغانستان له قانون سره سم په يوه جلا ځانګړي زندان کې ساتل کېږي.
د امريکا د دفاع وزير د دواړو هېوادونو د اړوندو مسوولينو ستاينه کړې. چې پر دې موضوع يې سخت کار کړى او يوې پرېکړې ته سره ورسېدل.
د بګرام زندان چارې تېر کال د افغانستان او امريکا ترمنځ د يو هوکړه ليک له مخې افغان لوري ته د سپارلو لړۍ پيل شوې وه او ډېر بنديان افغانانو ته سپارل شوي وو، خو د دغه زندان د يو شمېر خطرناکو بنديانو په اړه امريکا اندېښنه لرله، چې ګوندې تر خوشې کولو وروسته به امريکا ته ګواښ رامنځته کړي.
له همدې امله امريکا څو ځلې د دغه زندان د بشپړ سپارلو له اعلان سره سره دغه کار له ځنډ سره مخ کړ او دا لامل شو چې د امريکا او افغانستان اړيکې ترينګلې شي.
ولسمشر حامد کرزي پر دې سخت دريځ خپل کړ او دغه کار يې د افغانستان له ملي حاکميت سره په تضاد کې وباله.
تېره اونۍ د امريکا نوي دفاع وزير چک هېګل له ولسمشر حامد کرزي سره د يوې ټيلېفوني اړيکې پر مهال د بګرام زندان سپارلو لپاره يوه اونۍ وخت وغوښت.
په بګرام زندان کې، چې د امريکا په تر ټولو لويه اډه کې جوړ دى، ويل کېږي چې شاوخوا ۳۰۰۰ بنديان ساتل کېږي.
د ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي پرون پژواک اژانس ته ويلي وو، چې په دې اړه له امريکا سره يوې پرېکړې ته رسېدلي او ډېر ژر به د دغه زندان چارې افغانانو ته وسپارل شي، خو کره نېټه يې نه وه ښودلې.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن