ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايمل فيضي : ډير ژر به د بګرام زندان افغان لوري ته وسپارل شي

23 Mar 2013 - 18:53
23 Mar 2013 - 18:53

کابل (پژواک ٣ ورى ٩٢) : د ولسمشرحامد کرزي وياند وايي ، چې ډېر ژر به د بګرام زندان په بشپړه توګه افغان دولت  ته وسپارل شي .  

د ولسمشر  وياند ايمل فيضي د وري په ٣مه پژواک خبري  اژانس ته وويل ، چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ او په کابل کې د امريکا سفير جيمز کنينګهم په دې اړه له ولسمشر حامد کرزي سره نن خبرې کړې دي .

د بګرام زندان دا مهال د امريکايي چارواکو په واک کې دى او د هغوى له خوا نيول شوي افغانان يې په کې ساتلي دي .

فيضي وويل ، چې د زندان د سپارلو په اړه د چمتو شوې مسودې تخنيکي او حقوقي اړخونه د افغانستان له لوري بشپړشوي او  د بګرام زندان د سپارلو کار وروستي  پړاو ته رسېدلى دى.

هغه که څه هم ،چې ددغه زندان د سپارلو کره نېټه يې په ډاګه نه کړه ، خو ويې ويل ، چې ډير ژر به دغه زندان افغان لوري ته وسپارل شي .

تېر کال د افغانستان او امريکا ترمنځ ليکلې هوکړه وشوه ، چې د بګرام زندان چارې به افغان حکومت ته سپارل کيږي، خو  امريکا تر اوسه  دغه کار نه دى کړى. له همدې امله  د امريکا او افغانستان ترمنځ اړيکې هم ترېنګلې شوې دي .

ټاکل شوې وه، چې  تېره اونۍ  د بګرام زندان چارې په بشپړه توګه افغان لوري ته وسپارل شي   ، خو  بيا هم د نامعلومو دلايلو له امله دغه چاره تر سره نه شوه .

خو د کب په ٢٢مه  د سپينې ماڼۍ  وياند وويل چې  د بګرام   زندان سپارلو په لاړه پر  خپله ژمنه  ولاړه ده او له افغان حکومت سره په دې اړه په ګډه کار کوي.

  حامد کرزي په دې وروستيو کې په کابل او هلمند کې غونډو ته د وينا پرمهال ، افغان دولت ته د ياد زندان پر سپارلو ټينګار کړى او ويلي يې دي، چې دغه موضوع د افغانستان د ملي حاکميت  مسئله ده .

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version