ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت: د بګرام د پاتې بنديانو د سپارلو پر سر خبرې روانې دي

20 Sep 2012 - 16:58
20 Sep 2012 - 16:58

کابل (پژواک ٣٠ وږى ٩١): د ملي دفاع وزارت وايي، چې افغان دولت ته د بګرام زندان د پاتې بنديانو د سپارلو پر سر په لوړه کچه له بهرنيانو سره خبرې دوام لري او تمه ده چې په څو راتلونکو ورځو کې ياده ستونزه هواره شي.
د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال ظاهر عظيمي نن (د وږي ٣٠مه) د کورنيو او بهرنيو چارو د وزارتونو او د چارو د ادارې له ويندويانو سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، چې د بګرام زندان په اړه د شوي توافق له مخې بايد بهرني ځواکونه پاتې له ٦٠٠ څخه زيات نور بنديان هم افغان لوري ته وسپاري.
شاوخوا لس ورځې وړاندې د بګرام زندان چارې افغان حکومت ته وسپارل شوې چې پخوا د امريکايي ځواکونو له خوا اداره کېده.
د عظيمي د معلوماتو له مخې، د زندان د چارو په سپارلو سره د دغه زندان ٣٠٠٠ بنديان هم د افغانستان حکومت ته وسپارل شول، خو د راپورونو له مخې، ٦٠٠ تنه يې لا هم د بهرنيانو په بند کې دي.
هغه زياته کړه، که څه هم بهرني پوځيان د پاتې ٦٠٠ تنو په سپارلو کې مخالفت نه لري، خو په دې اړه، چې کله به افغان حکومت ته سپارل کېږي؟ ځينې ستونزې شته.
ده وويل، چې په دې اړه په لوړه کچه له بهرنيانو سره خبرې دوام لري او تمه ده چې په څو راتلونکو ورځو کې ياده ستونزه حل شي.
د ملي دفاع وزارت وياند وايي، چې هېڅ بهرنى په افغانستان کې د زندان درلودو حق نه لري.
هغه زياته کړه، چې د شوې موافقې له مخې بايد بهرنيان هېڅ بندي له ځان سره ونه ساتي او په هر دليل چې بهرنيان څوک نيسي، نو ژر تر ژره دې افغان لوري ته سپاري.
عظيمي زياته کړه: “د افغانستان دريځ روښانه دى، هېڅ بهرنى حق نه لري چې په افغانستان کې يو افغان د بندي په توګه له ځان سره وساتي، که دا کار کوي، نو له شوو پرېکړو او توافقاتو او د کب مياشتې له هوکړه ليک ښکاره سرغړونه ده.”
د چارو د ادارې وياند رفېع فردوس وويل، چې د ا فغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي مارګ ګروسمان، د روانې اوونۍ په پيل کې په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې ويلي وو، چې د بګرام زندان په اړه د افغانستان او ناټو ترمنځ شوې هوکړه پر خپل ځاى ده.
ده زياته کړه، چې مارګ ګروسمان په دې کتنه کې د يادې هوکړې د سل په سلو کې د پلې کېدو ډاډ ورکړ.
فردوس وويل، د امريکا حکومت مکلف دى چې پاتې ٦٠٠ زندانيان هم ډېر ژر د افغانستان دولت ته وسپاري.
هغه زياته کړه: “هېڅ قانوني او منطقي دليل نشته، چې امريکايان ٦٠٠ زندانيان د بګرام په زندان کې له ځان سره وساتي.”
بلخوا د بګرام زندان او د نورو بنديانو افغان حکومت ته د سپارلو په موخه د امريکا د څارنوالانو يوه ډله کابل ته راغلې ده او ټاکل شوې، چې سبا په دې اړه رسنيو ته معلومات ورکړي.
دولت ته يوې نږدې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې د زندانيانو پر سر د ولسمشر حامد کرزي او امريکايانو ترمنځ اوس هم اختلافات پر ځاى پاتې دي.
سرچينې زياته کړې، چې له لاسليک شوي هوکړه ليک وروسته د امريکا له خوا د بنديانو ساتل د دغه هوکړه ليک خلاف کار دى.
دغه سرچينه وايي، چې له امريکا سره په پاتې بنديانو کې ځيني يې داسې دي، چې هېڅ ګناه يا جرم نه لري او ځينې نور يې مجرمين او پاتې يې د (اداري توقيف) تر نامه لاندې ساتل شوي دي.
د افغانستان دولت وايي، چې د (اداري توقيف) تر نامه لاندې د بنديانو ساتل د افغانستان په قانون کې نشته او دا خلک بايد ژر تر ژره خوشي شي.
د افغانستان د قانون له مخې، امنيتي ارګانونه مکلف دي، چې تر ٧٢ ساعتونو وروسته تورن څارنوالى ته وسپاري.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version