ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزى او پنيټا په ټيلېفون کې د باګرام پر زندان وغږېدل

11 Sep 2012 - 10:36
11 Sep 2012 - 10:36

واشنګټن (پژواک ٢١ وږى ٩١): د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره په يوه ټېلېفوني اړيکه کې د بګرام زندان د سپارل کېدو په اړه خبرې وکړې.

په پينټاګون کې د امريکا د دفاع وزارت سرچينې وايي، چې دا ټيلېفوني اړيکه په دوستانه چاپېريال کې نيول شوې وه او دواړو مشرانو د هغه هوکړليک په اړه خبرې وکړې، چې افغان حکومت ته د زندانونو د چارو د سپارلو په اړه تېر کال لاسليک شوى و . د دفاع وزارت وياند جارج ليټل پرون له خبريالانو سره د خبرو پر مهال د بګرام د زندان د سپارلو پروسه مهم ګام وباله او زياته يې کړه، امريکا ژمنه ده، چې د شوي تړون له مخې نور زندانيان هم افغانانو ته وسپاري. د بګرام زندان چارې پرون د يو لړ مراسمو په ترڅ کې افغانستان ته له ځينو جنجالونو وروسته وسپارل شوې. د بګرام زندان له ٢٠٠١ کال وروسته په پروان کې جوړ شو، چې د دولت وسلوال مخالفين په کې بنديان دي. ولسمشر کرزي درې ورځې مخکې په افغانستان کې د ايساف له عمومي قوماندان جنرال جان آلن او په کابل کې د امريکا له سفير جيمز کنينګم سره په ليدنه کې پر ټاکلي وخت د بګرام زندان په سپارلو ټينګار وکړ او ويې ويل، چې د دغه زندان په سپارلو کې ځنډ به د هېواد د ملي حاکميت تر پښو لاندې کول وي.

خو ددې غونډې پر مهال د ولسمشر حامد کرزي او د ناتو د قوماندان جنرال الن ترمنځ د بګرام د زندان په اړه لفظي شخړه هم رامنځته شوې وه. 

 ولسمشر کرزي دوه ورځې مخکې يو حکم هم منظور کړ، چې له مخې يې، له دې وروسته بهرني ځواکونه حق نه لري، چې په افغانستان کې زندان ولري. د بګرام له زندانه د بنديانو د لېږدولو پروسه د ١٣٩٠ کال د سلواغې په مياشت کې وروسته له هغه پيل شوه، چې ولسمشر کرزي له هغې يوه مياشت مخکې يوه کمېسيون ته دنده وسپارله، چې تر يوې مياشتې پورې د تېرو هوکړه ليکونو له مخې د بګرام زندان او ټولو هغو زندانونو د لېږدولو پروسه بشپړه کړي، چې د بهرنيانو په لاس کې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع وزارت درې ورځې مخکې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل، چې د بګرام زندان د لېږدولو چارې په وروستي پړاو کې دي او اوسمهال يواځې ٣٤ بنديان په دغه زندان کې پاتې دي. د خلاصې ټولنې بنسټ (Open Society Foundation) وايي، چې په تېرو شپږو مياشتو کې د بګرام زندان څه باندې درې زره بنديان افغانانو ته سپارل شوي، خو امريکا له افغانستان سره د خپلو توافقاتو په خلاف په دې موده کې ٦٠٠ نور افغانان بنديان کړي دي. د دغه بنسټ په وينا، افغانستان او امريکايان د هغو زندانونو په اړه ، چې د هغوى په لاس کې دي، د نظر اختلاف لري. سرچينې زياته کړې، امريکايي ځواکونه په پام کې لري، چې د بګرام زندان د دوو بلاکونو مسؤوليت په لاس کې ولري او امريکايي ځواکونه نه غواړي په ټاکلې وخت د بګرام زندان مسؤوليت په بشپړ ډول افغانانو ته وسپاري.

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version