ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د ملي اردو لس سرتېري نيولي

25 Mar 2013 - 16:58
25 Mar 2013 - 16:58

فيض اباد (پژواک ٥ ورى ٩٢): د بدخشان د والي وياند د ملي اردو د لسو سرتېرو له نيول کېدو خبر ورکړى او وايي چې د خوشې کولو په موخه يې هڅې پيل شوې دي.

د والي وياند عبدالمعروف راسخ زياته کړه، چې دغه شمېر سرتېري درې ورځې وړاندې د وردوج ولسوالۍ په اواسه، شهيداباد او برابراى سيمو کې د نښتو پر مهال د وسله والو طالبانو له خوا نيول شوي دي .

خو هغه وويل، چې د سپين ږيرو او ځايي مشرانو په منځګړيتوب يې د دغو سرتېرو د خوشې کولو لپاره هڅې پيل کړې دي.

د بدخشان د والي وياند له وسله والو مخالفينو وغوښتل، چې دغه سرتېري دې ژر تر ژره خوشې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د کب مياشتې په ١٣ مه د طالبانو له خوا د پوليسو او اردو ١٦ سرتېري له نيولو وروسته په وردوج ولسوالۍ کې ووژل شول او مړي يې درې ورځې وروسته د ځايي مشرانو په واسطه دولتي چارواکو ته وسپارل شول.

خو طالبانو ويل، چې دغه سرتېرې يې نه دي نيولي، بلکې د نښتې پر مهال وژل شوي وو، چې مړي يې له دوى سره وو او وروسته يې وسپارل.

بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې  په وردوج ولسوالۍ کې يې د ملي اردو ١٢ کومانډو سرتېري د يوې سختې نښتې په ترڅ کې وژلي دي.

هغه زياته کړه، د ملي اردو دغه کومانډو سرتېري د وردوج ولسوالۍ په خسرو سيمه کې د يوې پوستې جوړولو په موخه راغونډ شوي وو، چې د دوى تر وسله وال  بريد لاندې راغلل او د  نښتې پر مهال يې يو شمېر نور ملګري ټپيان شوي هم دي.

خو د وردوج ولسوال دولت محمد خاور له پژواک خبري اژانس سره په يوه ټيلېفوني اړيکه کې ادعا وکړه، چې دغه پېښه واقعيت نه لري او اصلاً په تېرو ٢٤ ساعتونو کې هېڅ کومه نښته نه ده شوې.

وردوج له پاکستان سره پرته سرحدي ولسوالۍ ده، چې په وروستيو دوو اونيو کې په يوه ناامنه ولسوالۍ بدله شوې ده.

امنيتي چارواکي وايي، چې د نښتو له پيل  څخه تر اوسه پورې ٨٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٠٠ نور ټپيان شوي دي.

خو وسله وال طالبان ادعا کوي، چې په دې ولسوالۍ کې يې د دوو وروستيو اونيو د نښتو په ترڅ کې د ملي اردو او پوليسو ٨٥ سرتېري وژلي، لسګونه نور يې ټپيان کړي او د دې ترڅنګ يې ٢٢ رېنجر موټر او ټانکونه ويجاړ کړي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version