ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان کومانډو څلور خوشې شوي سرتېري د کندهار ولايت مقام ته سپارل شوي

2 Sep 2020 - 14:57
2 Sep 2020 - 14:57

کندهار (پژواک، ۱۲ وږی ۹۹): وسله والو طالبانو په کندهار کې د افغان کومانډو څلور سرتېري له بنده خوشې کړي چې د قومي مخورو په مرسته ولایت مقام ته سپارل شوي دي.

د کندهار ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال او د ولسمشر سلاکار حاجي اغا لالي دستګیري د وږي په ١٢مه، پژواک اژانس ته د افغان کومانډو د یادو شوو څلورو سرتېرو خوشې کېدل تایید کړل، خو په دې اړه یې نور معلومات ور نه کړل.

يوې بلې لوړ پوړې دولتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو د افغان کومانډو دغه څلور سرتېري تېره شپه په شاولیکوټ ولسوالۍ کې له بنده خوشې کړي چې د قومي مشرانو له خوا ولایت مقام ته سپارل شوي دي.

دغې سرچینې زیاته کړه: ((د افغان کومانډو څلور سرتېري تېره شپه د طالبانو له خوا په شاولیکوټ ولسوالۍ کې خوشې شوي او قومي مشرانو ته یې سپارلي چې هغوی بیا ولایت مقام ته سپارلي او اوس دغه بندیان د کندهار له والي سره دي.))

د سرچینې په خبره، د افغان کومانډو دغه سرتېري څو کلونه مخکې د طالبانو له خوا په جګړو کې نیول شوي وو او له هغوی سره له تېردو دوو یا درېیو کلونو راهیسې بندیان وو.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګرمن خواجه یحيی علوي هم وویل چې وسله والو طالبانو د افغان کومانډو ۴ سرتېري خوشې کړي خو ویې ویل دا چې دغه بندیان چېرې خوشې شوي او اوس چېرې دي، محرم دي.

خو ولایت مقام تر دې مهاله په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

تر دې مهاله وسله والو طالبانو هم په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو د پاتې ۴۰۰ بندیانو له ډلې ۸ تنه یې وړمه شپه له کندهار زندان څخه خوشې شول.

چارواکو د دغو بندیانو د خوشې کولو پر مهال وویل چې دغه اته تنه بندیان د سولې د بین الافغاني خبرو د پیلېدو په موخه د ولسمشر د فرمان له مخې خوشې شول.

تر اوسه د ۵ زره طالب زندانیانو له ډلې ۱۳۷ تنه یې له کندهار زندان څخه ازاد شوي دي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل ویلي و چې طالبان باید د خپلو پاتې بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې د افغان کومانډو سرتېري خوشې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version