کندهار (پژواک ٧ ورى ٩٢): د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ځينو امنيتي پېښو پر مهال د ايساف يو سرتېرى، يو پوليس او يو ملکي وګړى ټپيان شوي دي.
دغه سرتېري د وري په ٧مه هغه مهال ټپيان شول، چې له پوليسو سره په ګډه د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد سيمه کې د کوکنارو اړولو پر کمپاين بوخت وو.
د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزى وايي، وسله وال مخالفين د يوه تاکتيک له مخې د توتانو ونو ته ختلي وو او له هغه ځايه يې پر ګډو ځواکونو وسله وال بريد وکړ.
هغه زياته کړه، پوليسو او ايساف ځواکونو په ګډه له مخالفينو سره نيم ساعت جګړه کړې، چې په پايله کې يې د ايساف يو سرتېرى او يو پوليس ژوبل شوي دي.
دى وايي، په دې جګړه کې مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو هغوى ته يې کره شمېره معلومه نه ده.
ولسوال وايي، اوسمهال يې سيمې ته پوليس لېږلي او هلته يې دوه امنيتي پوستې ځاى پر ځاى کړې، تر څو د طالبانو پر ضد د پاڅونونو تر څنګ سيمه د هغوى له ګواښ څخه په امن کې وساتي.
دغه راز په يوه بله پېښه کې چې نن غرمه دوولس بجې شوې، د پنجوايي او ډنډ ترمنځ په ناخوني سيمه کې د ايساف ځواکونو په بريد کې يو ملکي وګړى ژوبل شوى دى.
د پنجوايي ولسوال وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې د ايساف له يوه سرتېري د خپل ټوپک ماشه په تېروتنه وهل شوې وه.
هغه وايي، د محمدحنيف په نوم دغه کس پر لاس لګېدلى او سمدستي د ايساف ځواکونو له لوري روغتون ته لېږدول شوى دى.
د دغو پېښو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن