ميمنه (پژواک ٨ ورى ٩٢): د فارياب والي وايي، چې پخوانيو ځايي چارواکو دولتي ځمکه پر ځينو اشخاصو اوغير مستحقو کسانو وېشلې او ډېره کمه ځمکه د دولتي ودانيو جوړېدو لپاره ځانګړې شوې ده.
د فارياب والي محمدالله بتاش دغه ټکى په ميمنې ښار کې د عدليې رياست ودانۍ د پرانيستې پر مهال څرګند کړ.
دغه پنځه پوړيزه ودانۍ د عدليې وزارت له پراختيايي بوديجې څخه د ٤٤ ميليونه افغانيو په لګښت په يوه کال کې جوړه شوې ده.
والي د دې ودانۍ جوړېدل د اداري سيستم د ښه والي، خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو او مراجعينو ته د اسانتياوو په برخه کې مهم وبلل، خو ويې ويل، چې په فارياب کې دولتي ادارې ودانۍ نه لري او په تېر کې ورته پاملرنه، نه ده شوې.
هغه زياته کړه: “دولتي ځمکې نا مستحقو اشخاصو او افرادو ته وېشل شوې دي او دولتي ودانيو ته هېڅ پاملرنه، نه ده شوې ، په دې برخه کې ښاروالۍ او تېرو ځايي ولايتي چارواکو لټي کړې ده.”
د فارياب د عدليې رييس حبيب الله عمري هم وويل، چې اوسمهال په کرايي کور کې فعاليت لري او له يو ځاى څخه بل ځاى ته د کډه کېدو پر مهال يې مراجعين په پته پيدا کولو کې له ستونزو سره مخ وي.
د هغه په خبره، د دغه رياست تجهيزات او وسايل د کوچ پر مهال سوليدلي دي.
د فارياب والي دبېلګې په توګه وويل، د دولت اباد ښاروالۍ خلکو او اشخاصو ته په سلګونه جريبو ځمکه وېشلې ده، خو د خپل ځان لپاره يې يو متر ځمکه هم د ودانۍ جوړولو لپاره نه ده ځانګړې کړې.
بتاش زياته کړه، چې لارښونه يې کړې، څو ددولت اباد دښاروال قضيه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.
خو د دولت اباد ښاروال خداى رحم بېکزاد پژواک ته وويل، چې که ځمکې چا ته وېشل شوې وي او د ښاوالۍ ودانۍ ته ځمکه نه وي ورکړل شوې، امکان لري چې دغه کار د پخوانيو ښاروالانو له خوا شوى وي.
هغه زياته کړه، څو مياشتې کېږي، چې د ښاروال په توګه ټاکل شوى او د والي خبره په ځاى ده، چې د دولت اباد ښاروالي مناسب ځاى نه لري.
بېکزاد وويل، چې دوى په يوه کوچنۍ شخصي ودانۍ کې فعاليت کوي، خو د ودانۍ خاوند غوښتنه کوي ، چې له دغه ځايه ووځئ، دوى نه پوهېږي، چې څه وکړي؟
د فارياب د ترانسپورټ مدير سيد زين العابدين نجفي زاده هم وويل، چې د دغه رياست درې يا درې نيم جريب ځمکه پخوا د يوه ځايي قوماندان له خوا نيول شوې، خو لومړنۍ محکمې يې د بېرته مستردېدو پرېکړه کړې ده.
هغه زياته کړه، چې دوى په جدي ډول د دويمې او درېيمې محکمې د حکم غوښتونکي دي، څو وکولاى شي، ځمکه ترلاسه او هلته په کې د ترانسپورټ مديريت ودانۍ ورغوي.
سرچينې وويل ، چې اوسمهال د ترانسپورټ مديريت په يو نا مناسب ځاى کې فعاليت لري.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن