پلخمري (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۲): د بغلان د مرکز پلخمري ښاروال وايي چې په دغه ښار کې پر دولتي ځمکه د خپلسرو ودانیو د ړنګولو لړۍ یې پیل کړه.
د بغلان د مرکز پلخمري ښاروال عبدالطیف مظلوم وایي، په دغه ښار کې ټولې هغه ودانۍ ړنګوي چې پر غصب شوو ځمکو جوړې شوې دي.
هغه وویل چې د عدلیې ریاست له پرېکړې سره سم نن په پلخمري ښار کې د هغو دوکانونو د ویجاړولو لړۍ پیل شوه چې پر غصب شوو ځمکو جوړ شوي دي.
هغه وایي، هغه ودانۍ چې په تېرو کلونو کې د پلخمري ښار اړوند په بېلابېلو سیمو کې په خپلسر ډول جوړې شوې، له درې سوو ډېرې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن