ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نفوسو داحوال د ثبت قانون مسوده ولسي جرګې ته د تصويب لپاره وړاندې شوه

30 Mar 2013 - 17:21
30 Mar 2013 - 17:21

کابل (پژواک١٠ ورى ٩٢): د عدليي وزير د نفوسو د احوال د ثبت قانون مسوده ، په برېښنايي تذکرو کې د جعل د مخنيوي په موخه ولسي جرګې ته د تصويب لپاره  وړاندې کړه .

د عدليي وزير حبيب الله غالب د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وويل ، چې دغه مسوده په ٧ فصلونو او ٣٩ مادو کې جوړه شوې او د وزيرانو شورا تصويب کړې ده .

دا په داسې حال کې ده ، چې د برېښنايي تذکرو د ورکړې لپاره د نوم ليکنې پروسه د وري په ٤مه په کابل کې  پيل شوې ده.

غالب وويل ، چې د دې مسودې له مخې، په درېيو پړاونو کې هېوادوالو ته برېښنايي تذکرې وېشل کيږي .

د هغه په وينا ، په لومړي پړاو کې به تر شپږ کلنو ، په دويم   پړاو کې به له   ٦ کلنو  تر ١٧ کلنو او په  درېيم  پړاو کې به له ١٧ کلنو د لوړ عمر لرونکو ته يادې تذکرې ووېشل شي.

ده وويل ، چې په لومړي پړاو کې به  تذکرې عکس نه لري ، خو په نورو دوو پړاونو کې وېشل کېدونکې تذکرې به د تذکرې اخيستونکي عکس هم ولري.

د هغه په وينا، د يادې مسودې له مخې، د ورکېدو ، ماتېدو او يا هم د اور اخيستو په صورت کې د تذکرې مثنى ورکول کيږي .

خو وزير وايي ، چې په هيڅ ډول د عمر اصلاح کولو ته ياد شوى قانون جواز نه ورکوي .

ده زياته کړه ،چې د دې قانون په اساس په تذکره کې بايد د پيدايښت ورځ ، مياشت او کال  ذکر شي .

غالب وايي : ((امکان لري ، چې د يو کس له بل کس سره نوم ، د پلار نوم او د نيکه نوم يو شان وي ، خو د پيدايښت ورځ ، مياشت او کال يې يو شان نه وي .))

دا په داسې حال کې ده ، چې په افغانستان کې ډېر داسې کسان شته، چې د خپل تولد کره نېټه ورته معلومه نه ده.

د وزير په وينا،  د يادې  مسودې له مخې، د ماشومانو د  پيدايښت د ورځې د معلومولو  لپاره د روغتون او يا دوو کسانو شاهدۍ ته اړتيا ده .

د غالب په وينا، کورنۍ اړ دي ، چې د درېيو مياشتو په اوږدو کې د ماشوم د ثبت په اړه اړوندو مراجعو ته معلومات ورکړي .

هغه زياته کړه ، چې د کسانو اصلي استوګن ځاى خو بدلون نه کوي، خو د دې مسودې له مخې، د شپږو مياشتو لپاره د فعلي استوګن ځاى د بدليدو په صورت کې بايد د تذکرې خاوند د نفوسو احوال د ثبت ادارې ته خبر ورکړي.

دى وايي، چې په ياده مسوده کې د نوم د بدلون  لپاره يو ځل له اولس کلنۍ وړاندې اجازه ورکړل شوې ده.

غالب زياته کړه ، چې د دې مسودې له مخې ، مجهول الهويت کسانو ته د تذکرو د ورکولو په اړه پرېکړه ستره محکمه کوي .

د غالب د خبرو په پاې کې ياده مسوده په پارلماني چارو کې د دولت د وزير همايون عزيزي له خوا د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي ته وسپارل شوه .

د يادونې ده ، چې تېره اونۍ د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ، چې په راتلونکو درېيو کلونو کې به د هېواد ټولو وګړو ته برېښنايي تذکرې ورکړل شي.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version