ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رحماني د برېښنایي تذکرو یوه طرحه تصویب شوې اعلان کړه، خو ځینې یې ناقانونه بولي

28 Oct 2020 - 16:21
28 Oct 2020 - 16:21

کابل (پژواک،٧ لړم ٩٩): د ولسي جرګې مشر د برېښنایي تذکرو په اړه د جرګې د ځینو غړو له خوا وړاندې شوې طرحه تر رایو اخيستنې وروسته تصویب شوې اعلان کړه، خو د جرګې ځینې غړي دغه چاره ناقانونه بولي.

ولسي جرګې د نفوسو احوال د ثبت قانون مسوده په ۱۳۹۲ کال کې تصویب او ولسمشر توشيح کړه، خو د ځینو له نیوکو سره مخ شوه او اعتراض کوونکو غوښتنه کوله چې په تذکرو کې دې د ملیت او ملت کلمې هم ولیکل شي.

وروسته د دغه قانون شپږمه ماده د تقنیني فرمان له مخې تعدیل شوه او فرمان ولسي جرګې ته واستول شو. په دغه ماده کې راغلي چې په تذکرو کې دې د دین تر څنګ د ملت (افغان) او د ملیت (پښتون، تاجیک، هزاره، اوزبیک او هېواد کې د نورو مېشتو قومونو) نومونه ولیکل شي.

 دغه فرمان د ولسي جرګې له خوا رد او د مشرانو جرګې له خوا تایید شو، خو د دواړو جرګو ګډ پلاوي تایید کړ، خو بیا هم د ولسي جرګې ځینو غړو د ګډ پلاوي پرېکړه په داسې حال کې ناقانونه بلله، چې د قانون له مخې په داسې حالتونو کې د ګډ پلاوي پرېکړه وروستۍ ده. 

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني نن د دغې جرګې په غونډه کې وویل چې د ولسي جرګې ۵۰ غړو د برېښنایي تذکرو په اړه یوه طرحه جوړه کړې او اداري پلاوي ته یې وړاندې کړې ده.

ده په دې اړه د جزییاتو له ورکولو پرته، دغه طرحه د جرګې د غړو رایې ته وړاندې کړه او د جرګې د غړو له خوا د شنو او سرو کارتونو تر پورته کولو وروسته یې وویل چې په جرګه کې له حاضر ۱۲۶ تنو ۱۲۲ تنو موافقه او څلورو مخالفه رایه ورکړې او طرحه تصویب ده.  

خو د جرګې ځینې غړي وایي چې طرحه په ناقانونه توګه جرګې ته وړاندې شوې ده.

د ولسي جرګې یوه غړي ننګیالي لونګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې د جرګې مشر په "غیر قانوني" توګه د تذکرو د قانون د تعدیل طرح رایې اخيستنې ته وړاندې کړه چې د ولس د استازو له مخالفت سره مخ شوه او وروسته د جرګې مشر غونډه پرېښوده.

دی وايي:"هر هغه تعدیلي طرحه یا کوم بل سند چې د ولسي جرګې د وکیلانو لاسلیک ته اړتیا وي، لومړى باید په تالار کې قرات شي او د امضا اخیستلو لپاره د منشي پر مېز کېښودل شي او هر وکیل هلته امضا وکړي، چی دا کار نه دی شوی."

هغه زیاتوي:« کله چې یوه تعدیلي طرحه وړاندې کیږي باید په ډېر واضح او دقیقه توګه په تالار کې د ولسي جرګې د رییس له خوا وویل شي چې د وکیلانو د غوښتنې پر بنسټ چې کوم قانون مخکې تصویب شوی، هغه کې دا قانوني مشکلات ایجاد شوي، د بیا کتنې لپاره کمېسیون ته په اصل قانون کې د تعدیل لپاره استول کیږي... خو داسې هيڅ هم ونه شول.»

د جرګې بل غړي ګل احمد کمین وویل چې د برېښنايي تذکرو وېش د افغانستان د پرمختګ لپاره مهمه مسئله ده، خو په جرګه کې د ځینو "هېوادونو مزدوران" غواړي چې د هرې پرمختللې طرحې مخنیوی وکړي.

د هغه په وینا، ځینو وکیلانو د طرحې لپاره په غیرقانوني ډول لاسلیکونه راټول کړي او د غونډې په اخر کې یې د جرګې رییس ته وړې او رییس د قانون خلاف هغه رایو ته وړاندې کړه؛ ځکه چې د ده په وینا، یوه مصوبه موجوده ده، که هر څوک د هرې طرحې لپاره لاسلیکونه ټولوي نو لومړى باید هغه موضوع اعلان کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version