ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د افغانستان پر سر قمار وهونکي به په دې لوبه کې پاتې راشي”

1 Apr 2013 - 16:17
1 Apr 2013 - 16:17

پل علم (پژواک ١٢ ورى ٩٢): د امنيتي چارو د لېږد کمېسيون مشر وايي، هر هغه څوک چې د افغانستان د راتلونکي پر سر قمار وهي، هغه به د دې لوبې بايلونکي وي.

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش د وري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د امنيتي چارو د لېږد کمېسيون مشر ډاکتر اشرف غني احمدزى له يوه پلاوي سره، لوګر ته د دغه ولايت د امنيتي پلان د تطبيق د څرنګوالي په موخه سفر وکړ او له ځايي چارواکو سره يې وليدل.

هغه زياته کړه، چې ډاکټر احمدزي له امنيتي او ملکي چارواکو سره تر ليدنې وروسته په يوه غونډه کې وويل، چې يو شمېر هېوادونه، سازمانونه او ډلې په دې اند دي، چې افغانستان به له ٢٠١٤زېږديز وروسته له ګډوډيو سره مخ شي.

خو اشرف غني احمدزي زياته کړه، چې دا د هغوى خيال دى او هېڅکله به داسې ونه شي.

د هغه په وينا: “هر څوک چې د افغانستان پر سر لوبه کوي او قمار وهي، په کې به پاتې راشي.”

دى وايي، تر اوسه پورې له هېواده ٣٤زره بهرني سرتېرې وتلي، خو د هغوى په تلو سره امنيتي تشه نه ده رامنځ ته شوې؛ افغان امنيتي ځواکونه توانېدلې چې په ښه توګه خپل خدمات خلکو ته وړاندې کړي.

ده د بېلګې په توګه د لوګر د خروار، څرخ، خوښۍ او ازرې ولسواليو نومونه ياده کړل، چې له هغو ځايونو څخه ټول بهرني سرتېري وتلي، خو هلته تر مخکې اوس امنيتي ځواکونه خپله دنده په ښه توګه پر مخ بيايي.

ډاکټر اشرف غني احمدزى وايي، چې د لوګر د ملکي او امنيتي مسوولينو د همغږۍ په پايله کې د دغه ولايت په امنيتي وضعه کې د پام وړ ښه والى راغلى دى.

هغه زياته کړه: “د لوګر د امنيتي وضعې د ښه والي په موخه چې کوم پلان جوړ شوى، هغه که په دوامداره توګه پلى شي، لرې نه ده چې لوګر به د هېواد له باامنو ولايتونو څخه وشمېرل شي.”

د لوګر د ولايتي شورا رييس ډاکټر عبدالولي وکيل په ياده غونډه کې وويل، چې په دغه ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو په منځ ته راتګ سره امنيت ښه شوى دى.

خو نوموړي غوښتنه وکړه، چې د لوګر د سيمه ييزو پوليسو په تشکيل کې دې زياتوالى راشي، ترڅو د دغه ولايت په هره سيمه کې هغوى شتون پيدا کړي او امنيت ورسره ډاډمن شي.

تر اوسه پورې د دولت له لوري لوګر ته شپږ سوه سيمه ييز پوليس منظور شوي دي.

د يادونې ده، چې ډاکتر احمدزى پرون له خپل پلاوي سره پکتيکا ولايت ته هم تللى و.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version