ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې له طالبانو سره د پوليسو د يوځاى کېدو ادعا رد شوه

6 Apr 2013 - 16:01
6 Apr 2013 - 16:01

لښکرګاه (پژواک ١٧ ورى ٩٢): د هلمند امنيتي چارواکو د طالبانو هغه خبره رد کړه، چې ګواکې ٨٠ سرتېري، چې ډېرى يې سيمه ييز پوليس دي، له دوى سره يو ځاى شوي دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي پرون ادعا کړې وه، چې په موسى کلا کې ٨٠ پوليس له طالبانو سره ملګري شوي دي.

ده زياته کړې، ډېرى تسليم شوو پوليسو خپلې وسلې او يوه اندازه مهمات له ځان سره راوړي دي.

د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام وايي، چې وسله والو د جګړې توان له لاسه ورکړى، نو ځکه له تبليغاتو کار اخلي.

الهام د وري په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د موسى کلا ولسوالۍ ټول پوليس په خپلو اړوندو سيمو کې په امنيتي فعاليت بوخت دي او په سيمه کې هېڅ امنيتي ستونزه نشته.

ده زياته کړه، پر موسى کلا باندې بشپړ حاکميت لري او د دې ولسوالۍ ډېرى برخې يې له وسله والو او د  کوکنارو له کښت څخه پاکې کړې دي.

د نوموړي په خبره، د موسى کلا ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو تشکيل له پيله کم دى، خو له هغه سره سره سيمه ييزه اداره فعاله ده او افغان ځواکونه له نړيوالو ځواکو سره يوځاى فعاليت کوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version