کابل ( پژواک ١٩ ورى ٩٢ ) : د ((عدالت)) په نامه کتاب کې،چې دنړۍ د لسو مهمو شخصيتونو ژوند ليکونه چاپ شوي، د احمدنادر نادري ژوندليک هم په کې شامل دى.
احمدنادر نادري دافغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون پخوانى کميشنر او وياندو ، چې اوس دافغانستان د ازادو او عادلانه ټولټاکنو د بنسټ ( فيفا) مشري ور تر غاړې ده.
ياد کتاب په امريکا کې ديوې خپرندوې ټولنې ( ارټ بوک) يا د هنرونو کتاب له خوا د ((عدالت)) په نامه چاپ شوى دى .
په دې کتاب کې د ملګرو ملتونو د پخواني سرمنشي کوفي عنان، د برما دازادۍ دتحريک او د اپوزيسيون د مشرې انګ سانګ سوچي، د امريکا د پخواني ولسمشر جيمي کارټر، د سوېلي افريقا د بشري حقونو ديوه فعال ډيسمونډ ټوټو او دافغانستان د فيفا د مشر نادر نادري ژوند ليکونه چاپ شوي دي.
٣٨ کلن نادري ، د لغمان ولايت اوسېدونکى او اوس مهال د مدني ټولنې فعال غړى او د فيفا مشر دى.
هغه له يادې خپرندوې ټولنې سره په مرکه کې ويلي، چې دى په يواځې ځان له ساتونکو پرته ګرځېدو ته ترجيح ورکوي.
خو نادري ويلي ، چې له تېرو څو کلونو راهيسې له يو شمېر ساتونکو سره ګرځېده، خو اوس يو ساتونکى هم نه لري.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن