ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پښتو ژبه د ژباړل شوي ناول ((جګړه او سوله)) مخکتنه وشوه

8 Nov 2012 - 13:50
8 Nov 2012 - 13:50

کابل ( پژواک ١٨ لړم ٩١ ) : د نړۍ د مشهور ناول (جګړه او سوله) چې څه موده مخکې په پښتو ژبه ژباړل شوى  د بهرنيو چارو وزارت په تالار کې يې مخکتنه وشوه.

دغه کتاب مشهور روسي ليکوال ليف نييولايوويچ ټولسټوی ليکلی، او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت کار کوونکي ډاکټر لطيف بهاند په لومړي ځل په پښتو ژباړلی او په څلورو جلدونو کې په ۲۶۷۴ صفحو کې په عالی کيفيت د ميدان وردګو د مخکني والي محمد حليم فدايي په مالی لګښت چاپ شوى دى.

ددغه کتاب مخکتنه پرون ( دلړم په ١٧مه )د بهرنيو چارو وزارت دستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز لخوا وشوه، چې پکې ګڼو ليکوالانو او سياسي څېرو پکې برخه اخيستې وه.

د مخکتنې په دغه غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاوېد لودين، د ميدان وردګو  مخکني والي محمد حليم فدايي ، ګڼ شمېر ليکوالانو او سياسيونو پخپلو ويناوو کې د ادبياتو او فرهنګ په ډګر کې ددې کتاب پر اهميت او ارزښت هر اړخيزې خبرې وکړې او ټولو په ګډه ددې کتاب ژباړه او چاپ وستايل.

د بهرنيو چارو  وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو رييس  ډاکتر فرامرز  تمنا د ډاکټر لطيف بهاند د هڅو او محمد حليم فدايي د  مالی ملاتړ ستاينه وکړه.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاوېد لودين  دغه نړيوال شاهکار د ديپلوماتيک بهير د پياوړتيا او په ځانګړي ډول  په ادبياتو کې  د لطيف  بهاند د کلونو د زيار هغه ستره لاسته راوړنه وبلله ،  په دې ارزي چې هر څوک يې ولولي.

هغه زياته کړه : ((په افغاني ټولنه کې د کتاب د لوست او اخيستلو فرهنګ لا وده نه ده کړې، نو ځکه ځينې سخاوتمنده ملي او فرهنګي څېرې لکه حليم فدايي اړ کېږي ، چي دا ډول کارونو ته اوږه ورکړي. ))  

نوموړي وويل چې د ميدان وردګو پخواني فرهنګپال والي، چې تراوسه يې دخپل ماموريت په څلورو کلونو کې دپښتو ادب  دبډاينې په موخه (۴۴) بېلابېل فرهنګي اثار  چاپ کړي او ترخلکو يې په وړيا توګه رسولي دي .

د ميدان وردګو مخکني والي محمد حليم فدايي د ياد کتاب په اړه وويل: ((د جګړې او سولې د نړيوال شاهکار ژباړه  د فرهنګي ديپلوماسي او افغان ادب په ډګر کې لومړى اساسي ګام دی. ))

هغه وايي ، چې ددې کتاب له مطالعې او همدارنګه د نورو مهمو شخصيتونو لکه ابن سينا، مولانا رومي، سيد جمال الدين افغان، ګاندي، علامه اقبال او له دوى څخه دمخه شخصيتونو، ساينسپوهانو او عالمانو له مطالعې څخه داسې څرګندېږي، چې اصلا ډېری علوم له شرق څخه غرب ته تللي او اساس يې شرقيانو اېښى دى.

فدايي زياته کړه ،  خو  اوس کله چې د انټرنېټ او معلوماتي تکنالوژۍ او نړيوال کلي دور ده، د اسلامي هېوادونو حکومتونو او ولسونو د تېر برم سياستونو او پاليسيو څخه بشپړه ګټه نه ده پورته کړې.

نوموړى وايي : ((که غواړو چي ټولنه مو له نورو زده کړه وکړي، دنورو ملتونو د ترقي او زوال اصلي لاملونه معلوم کړي، د نورو  مهمو کتابونو ژباړه زموږ ملي ژبو ته وړانديزوم. په دغه تګلاره کې زموږ لپاره دا اړينه ده، چې له عقلانيت سره معنويت هم له نظره ونه غورځوو او دا کېدای شي زموږ د داخلي او بهرني سياستونو نه بېلېدونکي توکي وي. ))

فدايي د ډاکټر لطيف بهاند په اړه وويل ،چې د نوموړي پخه اراده، حوصله، په ځان او کار باور، ، غوره اخلاق، د نېکو دوستانو نيکو مشورو ته غوږ نيول، د ځينو دوستانو په بدو او منفي خبرو سترګې پټول، په کار تمرکز نه په اشخاصو نوموړى ځای ته را ورساوه، چې د افغانستان د فرهنګي ديپلوماسۍ په ډګر کې يې يولوى کار، د لوى ولس لپاره په لويه ژبه تر سره کړ .

د علومو د اکاډمۍ غړي او شاعر سليمان لايق، اديب رهنورد زرياب، د ملي راډيو ټلوېزيون رييس زرين انځوراو د قلم د موسسې غړي نبي صلاحي ټولو په ګډه د کتاب ژباړونکي ډاکټر لطيف بهاند، د کتاب تمويلونکي محمد حليم فدايي او د جګړې او سولې د کتاب د ليکوال په اړه هر اړخېزې علمي او ادبي مقالې ولوستې او دا کار يې يو مهم پرمختګ و باله.

د ياد کتاب ژباړونکي  ډاکټر لطيف بهاند له ټولو ګډونوالو او له هغو کسانو چې ورسره ددې کار په بشپړېدا کې  يې مرسته کړې ده، مننه وکړه.

هغه زياته کړه : ((ما دا قدم پورته کړ، که څه نيمګړتياوې ولري نو تاسو کولای شئ زموږ دا نيمګړتياوې را په ګوته کړئ. ))

Views: 41

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version