ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د صديق پسرلي (غزل بڼ) چاپ او مخکتنه يې وشوه

26 Jan 2012 - 17:48
26 Jan 2012 - 17:48

کابل (پژواک ٦ سلواغه ٩٠): د ميدان وردګو ولايت مقام په لګښت د هېواد د پياوړي او وتلي شاعر استاد محمدصديق پسرلي (غزل بڼ) چاپ او د سلواغې په ٦مه يې په کابل کې مخکتنه وشوه.

د مخکتنې په دې غونډه کې د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي،د اطلاعاتو او کولتور وزارت مرستيال غلام نبي فراهي،د ملي شورا يو شمېر غړيو، په خپله استاد صديق پسرلي، ګڼ شمېر شاعرانو، ليکوالانو او خبريالانو برخه اخيستې وه.

د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي غونډې ته وويل، چې د (غزل بڼ) له چاپ سره پښتو ژبه د غزل په برخه کې له نورو ژبو سره سياله شوه.

هغه زياته کړه: ((زموږ په ټولنه کې پول او پولګوټو ته زياته اړتيا نه شته،د تېرې دېرش کلنې جګړې په ترڅ کې انسانانو زيات زيان ليدلى، نو اوس د دې ډيره اړتيا ده، چې د انسان فکر او ذهن په سمه مانا ورغول شي.))

د فدايي په وينا، که څه هم د ذهن جوړونې پروسه ډېر وخت ته اړتيا لري؛ خو که هر څومره ودانۍ جوړې شي، خو چې فکر او ذهن جوړ نه شي، نو بېرته ورانېداى شي.

نوموړى وايي: ((د همدې فکر جوړونې په اساس، ما په ميدان وردګو ولايت کې د بيارغونې د نورو کارونو ترڅنګ دکتابونو د چاپ لړۍ پيل کړه او د استاد پسرلي د دغه کتاب چاپول د دې لړۍ يوه کړۍ ده.))

د فدايي په خبره، تراوسه يې ٣١ بېلا بېل عنوانونه کتابونه چاپ کړي او ژمنه يې وکړه، چې دې لړۍ ته به ادامه ورکوي.

د وردګو والي وويل، چې ده د کتابونو د چاپولو په موخه د يوې ځانګړې بوديجې رامنځ ته کولو پلان پر لاره اچولى او يو شمېر نورو واليانو هم ورسره په دې برخه کې د مرستو ژمنې کړې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال غلام نبي فراهي، د دغه کتاب چاپ او مخکتنه دوه بېلابېل نوښتونه او له ارزښتونو ډک ګامونه وګڼل او زياته يې کړه، چې کاشکې يو شمېر نورو ولايتونو هم د ميدان وردګو په څېر فرهنګپاله واليان درلودلى.

نوموړي د کتابونو چاپولو د بوديجې په اړه د پيلېدونکي پروګرام په اړه وويل، چې وزارت به يې هم په دې برخه کې خپله ونډه واخلي.

د وزارت مرستيال، صديق پسرلى د هېواد يو خوږ ژبى او په اوسني عصر کې د غزل د برخې يو وتلى شاعر ياد کړ او هغه ته يې د اوږده عمر هيله وکړه.

د ملي راډيو ټلوېزيون رييس زرين انځور په دې خوښي وښوده،چې د استاد صديقي پسرلي په ژوند د هغه دغه ډول پنډ او د خوږو غزلو کتاب چاپېږي.

نوموړي هم، استاد پسرلى نازک خياله او د ژور فکر شاعر وباله.

په (غزل بڼ) کې ١١٥٥ غزلې ځاى شوي او ١٢٨٦مخونه لري، چې  په سپين اعلى کاغذ کې د زر ټوکو په شمېر چاپ شوى او د پيرړې پښتۍ لرونکى دى.

دغه غزل بڼ، شاعر خپلې مور او پلار ته ډالۍ کړى،ليکوال او ژورنالېست زبير شفيقي پرې سريزه ليکلې ده.

له (غزل بڼ) څخه دوه بيتونه د بېلګې په توګه رااخلو:

د ژوند په تن کې څه ساه پوه کړه د پسرلي غزلې

راځه راځه چې بې له تا ښکاري نيمګړ بهار

بل ځاى وايي:

 چې له کله راښکاره شي تور مخونه د نيتونو

د زړه په اينه کې د دښمن په تماشايو

استاد پسرلى يواځې د غزل شاعر نه دى، بلكې قصيدې، څلوريزې، نظمونه او منظومې يې هم ليكلې دي. 

صديق پسرلى، پسته ور، د نى کوڅه، کوچى ملا (ناول) او بخملي صحرا (ناول) چاپ شوي نور اثار هم لري.

استاد محمد صديق پسرلی د رمضان خان زوی، چې په ۱۳۰۷ لمريز کال د وري په مياشت کې د غزني د قرباغ په لويه کلا کې زېږېدلی دى. د ژوندانه لومړني څلور کاله يې په خپل زېږنځاى او پلرني کلي کې تېر کړي او بيا وروسته له خپلې کورنۍ سره کندوز ولايت ته کډه او هلته استوکن شو، چې اوس په کابل کې اوسيږي.

Views: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version