کابل (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٢): د وتلي څېړونکي کانديد اکاډميسين محمود حبيبي د ژباړل شوي ناول “کونت دو مونتې کريستو” مخکتنه وشوه.
د کتاب ښار مسوول نجيب الله منلي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده غونډه نن له غرمې وروسته د کابل په “کتاب ښار” کې د لسګونو فرهنګي او علمي شخصيتونو په ګډون ترسره شوه.
ده زياته کړه، “کونت دو مونتې کريستو” ناول، چې د الکساندر دوما اثر دى، د نړۍ په سلو ښو ناولونو کې شمېرل کېږي.
الکساندر دوما فرانسوي ليکوال دى، چې په ١٨٠٢زېږديز کال کې زېږېدلى او په ١٨٧٠ کې مړ دى. هغه ګڼ شمېر ناولونه، د تياتر ډرامې او تاريخي کتابونه ليکلي او مقالې يې د وخت په مطبوعاتو کې خپرې شوې دي.
د منلي په وينا، دا کتاب اويا کاله وړاندې د کانديد اکاډميسين محمود حبيبي له لوري ژباړل شوى، چې په پښتو ژبه يې ژباړل ارزښتمنه چاره ده.
هغه وايي: “دا کتاب ٧٠ کاله وړاندې ژباړل شوى، خو له نېکه مرغه ما وکړاى شول، چې دغه اثر په ملي ارشيف کې ومومم او د چاپولو لپاره يې اماده کړم.”
ياد ژباړل شوى ناول د ١٥٠٠ ټوکو په شمېر، تېر کال (١٣٩١) په سلو مخونو کې د چاپ په ګاڼه پسولل شوى دى.
د “کتاب ښار” د مسوول د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د افغانستان د ژورنالستانو د ملي اتحاديې مشر عبدالحميد مبارز، د علومو اکاډمۍ مشرې څېړنپوه ثريا پوپل، د علومو اکاډمۍ سلاکار اکاډميسين سليمان لايق او يو شمېر نورو پوهانو د محمود حبيبي پر ژوند او علمي هلوځلو رڼا واچوله.
کانديد اکاډميسين محمود حبيبي د هېواد وتلى ليکوال، ژورنالست او سياستوال و، چې په ١٣٠٣لمريز کال په کابل کې زېږېدلى دى. ثانوي زده کړې يې د کابل په استقلال لېسه کې کړې او دوکتورا يې په فرانسه کې اخيستې ده.
نوموړي د هېواد په مطبوعاتو کې د پام وړ کارونه کړي؛ د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت، د مشرانو جرګې د رياست او د افغانستان د ژورنالستانو د اتحاديې د مشرتابه په ګډون يې لوړې دولتي دندې هم ترسره کړې دي.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن