ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د “ديويد جونز” تاريخي ناول او د “اشر” لنډو کيسو ټولګې مخکتنه وشوه

د “ديويد جونز” تاريخي ناول او د “اشر” لنډو کيسو ټولګې مخکتنه وشوه

author avatar
5 Mar 2018 - 19:49
د “ديويد جونز” تاريخي ناول او د “اشر” لنډو کيسو ټولګې مخکتنه وشوه
author avatar
5 Mar 2018 - 19:49

کابل (پژواک ١٤ کب ٩٦): د "ديويد جونز" په نوم تاريخي ناول چې له پښتو څخه دري ته ژباړل شوى او د لنډو کيسو د پښتو او دري ګډې ټولګې "اشر" اثر مخکتنه وشوه.

"اشر" د نصير احمد احمدي او عبدالواحد رفيقي په پښتو او دري ژبو د لنډو کيسو ګډه ټولګه ده، چې دواړو د يو بل لنډې کيسې پښتو او دري ته ژباړلې دي. "ديويد جونز" تاريخي ناول د بغدادي پير ژباړه ده چې د الهې ارين په نوم يوې مېرمنې له پښتو څخه دري ته ژباړلى دى. دغه دواړه اثار د ګويته انستيتوت او ختيځ بيارغونې موسسې (کور) په مالي لګښت د دوه دوه زرو ټوکو په شمېر چاپ شوي دي.

په دې اړه جوړ شوي ادبي محفل کې ليکوال او اديب نجيب منلي وويل، ادبي ليکنې، ژباړې او ادبي ناستې د بېلا بېلو ژبو ليکوال او اديبان سره نږدې کوي، ګډ کار ته يې هڅوي او ترمنځ يې مصنوعي واټن ختموي.

ده زياته کړه، ادب بايد له سياسته لرې وساتل شي او اديبان دې هڅه وکړي، چې په خپلو ليکنو کې ملي يووالي ته کار وکړي.

د هغه په وينا، سره له دې چې ځينې ژباړې ستونزې لري، خو د يادو دواړو اثارو ژباړې خوندورې دي او هنري تومنه يې زياته ده.

ليکوال محب الله زغم وويل چې د "اشر" کتاب د هغو دوو ليکوالانو دى چې د يوه ولايت او يوې ولسوالۍ اوسېدونکي دي، خو تر دې وړاندې يې يو له بله سره نه پېژندل.

د ده په خبره، دا لومړى ځل دى چې پښتو او دري ژبي يو ګډ ادبي اثر په دوو ژبو چاپوي.

نوموړي دا کتاب د راتلونکي لپاره ښه پيلامه وګڼله او ويې ويل چې ليکوال بايد ګډې ادبي ناستې سره ولري او ګډ اثار وليکي.

د "اشر" اثر ليکوالانو بيا وويل چې د دې ګډ کتاب د چاپولو موخه يې دا ده چې ملي يووالي ته کار وشي، ژبني تعصبونه او کرکې ختمې او ليکوال وهڅول شي چې ورته کتابونه چې يو د بل د نږدې کېدو لامل ګرځي، وليکي او چاپ يې کړي.

د "ديويد جونز" د اثر ژباړونکې وويل چې دا يې لومړى کتاب دى چې له پښتو څخه يې دري ته وژباړه او د ژباړې لپاره يې ځکه غوره کړ چې دې کتاب سږکال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د غوره ناول لقب ګټلى و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.