واشنګټن (پژواک ٢١ ورى ٩٢): د امريکا او افغانستان ولسمشرانو په يوه ټيلېفوني اړيکه کې د افغانستان د سولې پر پروسې، د قطر د دفتر او د امنيتي لېږد پر موضوعاتو خبرې وکړې.
له سپينې ماڼۍ د وري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ټيلېفوني اړيکې کې قطر ته د افغان ولسمشر پر وروستي سفر، د سولې د پروسې په وروستيو هلوځلواو افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي چارو د لېږد پر موضوعاتو خبرې وشوې.
کابل ته د امريکا د دفاع وزير چګ هېګل، بهرنيو چارو وزير جان کيري، لوى درستيز جنرال ډيمپسي او د پوځ د مشر له سفرونو وروسته د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ دا لومړۍ اړيکه وه.
سپينې ماڼۍ ويلي، چې دا اړيکه د هغو پرله پسې مشورو د لړۍ يوه برخه ده، چې دواړه ولسمشران کله ناکله پرې غږيږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې اړيکه کې دواړو مشرانو د افغان ځواکونو له خوا د امنيتي چارو د سمبالولو هرکلى وکړ.
سپينې ماڼۍ ويلي، چې ولسمشر کرزي ولسمشر اوباما ته ډاډ ورکړ، چې د ٢٠١٤ کال د ولسمشرۍ ټاکنې به ازادې، رڼې او عادلانه ترسره شي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دواړو مشرانو ويلي، چې د افغانستان د ښې راتلونکې او د نړيوالې ټولنې د دوامداره مرستو او ملاتړ لپاره عادلانه ټاکنې اړينې دي.
سپينې ماڼۍ ويلي، چې ولسمشر کرزي د امريکا له خوا د بګرام زندان افغان لوري ته د سپارلو هرکلى وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو ولسمشرانو پر دې ټينګار وکړ، چې د جګړې له ميدان څخه نيول شوي خطرناک بنديان به له دې وروسته هم ساتل کېږي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن