ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې ملکي وګړي او ٦ وسله وال طالبان ووژل شول

11 Apr 2013 - 14:46
11 Apr 2013 - 14:46

لښکرګاه(پژواک ٢٢وري٩٢) : د هلمند او ننګرهار چارواکي وايي ،چې په بېلابېلو امنيتي پېښو کې درې  ملکي وګړي او ٦ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د وري په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې تېره ورځ ناوخته د مارجې په تريخ ناور سيمه کې د ملکې وګړو پر يوه موټر سايکل د ماين چاودنه شوې، چې له امله يې يو تن وژل شوى او بل ټپي دى.

هغه زياته کړه، چې په همدې ورځ په کجکي ولسوالۍ کې هم پر ملکي خلکو د ماين چاودنه شوې ، چې له امله يې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ځواک په خبره ، تېره  شپه  د ګرشک ولسوالۍ د نهرسراج په سيمه کې د لومړي کنډک  پوليسو عمليات کړي، چې پرمهال يې  له وسله والو طالبانو سره نښته شوې ده .

د والي وياند وايي ، چې د نښتې په ترڅ کې درې وسله وال طالبان وژل شوي يو پوليس او  درې نور وسله وال طالبان ټپيان شوي  دي.

نوموړي وويل په دې عملياتو کې پوليسو لس کړۍ ماينونه  کشف او شنډ کړي دي.

بلخوا د واشېر ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ مرستيال لومړى څارن عبدالا حد وايي، چې پرون د پوليسواو وسله والو ترمنځ جګړه شوې، چې په ترڅ کې يې يو موټرسايکل او  ٩٠ کيلو  وچ ترياک ترلاسه کړي دي.

د يوه بل خبر له مخې، د  ننګرهار په بټي کوت ولسوالۍ کې ديوې نښتې په ترڅ کې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ افغان ګډو ځواکونو د بټي کوټ د انبارخانې،چهاردهي او يو شمير نورو کليو کې د وسله والو پر ضد چاڼيز عمليات ترسره کړل.

هغه زياته کړې، چې ددې عملياتو پر مهال نښته هم رامنځته شوې ، چې له امله يې دوه وسله وال طالبان وژل شوي، يو تن طالب او ١٤ نور شکمن کسان له وسلو او مهماتو سره نيول شوي دي.

دى وايي ،چې په عملياتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د خپل يوه ملګري وژل تائيدوي او وايي ، چې افغان ځواکونو ته يې ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده.

همداراز د يوه بل خبر له مخې، مشرقيوال وايي، چې د لعلپورې په ولسوالۍ کې يې د طالبانو يو فعال غړى نيولى دى.

ده وويل ، چې ياد تن حيات الله نوميږي او د پاکستان د کوهاټ اوسيدونکى دى، چې د لعلپورې ولسوالۍ په مچ ميږي سيمه کې يې د وسله والو مخالفينو ګروپونو ته نظامي روزنه ورکوله.

ياده دې وي، چې تېره ورځ د بټي کوټ په ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو او دولت تر منځ څلور ساعته نښته شوې وه، چې له امله يې يو تن ټپي شوى و.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version