لښکرګاه (پژواک ٢٦ ورى ٩٢): د هلمند د مرکز لښکرګاه اړوند د باباجي په سيمه کې د يوې کورنۍ درې غړي يوې څاه ته په ننوتو سره ګاز نيولي او مړه شوي دي.
د والي وياند عمر ځواک د وري په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل، پېښه تېر ماښام په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د يادې کورنۍ يوه نجلۍ د جنراتور ګل کولو لپاره څاه ته دننه شوې وه، چې ګاز نيولې او مړه شوې ده.
نوموړي زياته کړه: ((کله چې د دې د ژغورلو لپاره يې مور او ورور ياد ځاى ته ور دننه شوي، د ګاز نيونې له امله مړه شوي، خو دوه ګاونډيان يې، چې هغوى هم د يادو کسانو د ژغورلو لپاره ورغلي وو، ګاز نيولي و، خو مړه شوي نه دي.))
د ده په وينا، وروسته پوليس خبر شول، د دغه کور دوه ګاونډيان ژغورل شوي، خو مور، زوى او لور مړه شوي وو.
د يادې کورنۍ يو غړى خان اغا وايي، چې نجلۍ د جنراتور د لوګي د ګاز له امله مړه شوې وه، خو کله چې يې مور، ورور او دوه ګاونډيان د نجلۍ ژغورلو ته راغلل، هغوى هم ګاز نيولي و، خو دوه ګاونډيان ژغورل شوي، مور او ورور مړه شوي دي.
نوموړى زياتوي، چې ژغورل شوي ګاونډيان يې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي او اوس يې روغتيايي حالت ښه دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن