ميمنه (پژواک ٢ غويى ٩٢): وسله والو طالبانو تېره شپه د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ اړوند د خواجه کيتني سيمه له سيمه ييزو پوليسو نيولې ده.
په سيمه کې د يادو پوليسو قوماندان سيد شاهرخ شاه جناب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې طالبانو تېره شپه په دې سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر مرکز بريد وکړ.
د ده په وينا، سيمه ييز پوليس په ياده سيمه کې شا تګ ته اړ شوي، خو د دې ولسوالۍ په باشلمست او شاخ سيمو کې دا مهال ( له غرمې مخکې نږدې لس نيمې بجې) له وسله والو مخالفينو سره نښته روانه ده.
جناب له دولتي ځواکونو وغوښتل، چې مرستې ته يې ورشي.
په فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قل اردو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال محمدحامد وايي، چې يادې سيمې ته د ملي اردو ٢٠٠ سرتېري استول شوي او نور هم ور روان دي، تر څو ياده سيمه بېرته له طالبانو ونيسي.
د يادو نښتو د مرګ ژوبلې په اړه بېلابېلې څرګندونې کېږي.
د جناب د معلوماتو له مخې، تر اوسه په دې نښتو کې ٥ طالبان او دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او درې پوليس ټپيان دي.
د ولايتي شورا منشي سيد عبدالباقي هاشمي وويل، چې په دې جګړه کې يو محلي پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان دي او دوه رينجر موټر يې د طالبانو لاسته ورغلي دي.
خو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان وايي، چې د دوى رينجر د طالبانو لاسته نه دى ورغلى.
بلخوا د قيصار د سيمه ييزې شورا مشر احمد فواد وايي، د ده د معلوماتو له مخې، په يادو نښتو کې درې پوليس وژل شوي ، دوه ټپيان او پنځه نور طالبانو نيولي دي.
د ده په وينا، د سيمه ييزو پوليسو په منځ کې د مالي فساد شتون د دې لامل شوى چې ځيني يې دې ته لاره برابره کړي، چې ياده سيمه طالبان ونيسي.
سيدعبدالباقي هاشمي بيا وايي، چې د سيمه ييزو پوليسو خپل منځي اختلافونه د دې لامل شوي چې دغه سيمه د طالبانو تر ولکې لاندې راشي.
خو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان دغه څرګندونې سمې نه بولي او وايي، چې د طالبانو له خوا د يادې سيمې د نيولو لامل دا دى چې طالبانو له ځان سره هاوان، دهشکه او ار پي جي ٧ راکټونه لرل اوسيمه ييزو پوليسو سره يواځې سپکې وسلې وې.
وسله والو طالبانو د قيصار د يادو نښتو په اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن