کابل (پژواک ٤ غويى ٩٢): مشهور نجومي عبدالله کندهارى وړاندوينه کوي، چې د راتلونکې جمعې په شپه به د ٢٩ دقيقو لپاره سپوږمۍ تندر ونيسي.
کندهارى وايي، چې د سپوږمۍ تندر په هغو هېوادونو کې چې په ورته وخت کې شپه وي او هوا يې وريځ نه وي، د ليدو وړ دى.
د هغه په خبره، د سپوږمۍ دغه تندر نيونه به د روانې پېړۍ تر ټولو د لنډې مودې لپاره وي چې د جمعې په شپه به په ١٢ بجې او ٢٣ دقيقې پيل او تر ٢٩ دقيقو پورې به دوام وکړي.
کندهارى وايي، چې د سپوږمۍ تندر نيونه د معمول له مخې له دوو څخه تر پنځو ساعتونو پورې دوام کوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن