ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې د خپلسرو ودانيو د جوړولو چارې درول شوي

24 Apr 2013 - 16:38
24 Apr 2013 - 16:38

خوست (پژواک، ٤ غويى ٩٢): د خوست ښاروالۍ له لوري د هغو خپلسرو ودانيو کار ځنډول شوى، چې د ښاري پلان خلاف يې د جوړولو چارې پيل شوې وې.

د خوست ښاروالۍ د انجنيرۍ څانګې غړى غلام رسول وايي، تر شلو زياتو د هغو ودانيو کار يې درولى، چې د ماسټر پلان خلاف يې پر خپل سر کار پيل کړى و.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، د دغو خپلسرو ودانيو کار به تر هغو پيل نه شي، څو ښاري ماسټر پلان په کې پلى نه شي.

د ښاري پراختيا رييس انجنير يوسف هم دا مني، چې په خوست کې ډېرى نوې ودانۍ پر خپل سر او د انجنيرۍ د پلان خلاف جوړې شوې دي.

هغه وايي، له ښاروالۍ سره يې په ګډه کار پيل کړى تر څو په راتلونکي کې د دې ډول خپلسرو او د ښاري پلان خلاف جوړېدونکو ودانيو د کار مخه ونيسي.

د نوموړي په خبره، ودانۍ له سوداګريزې ساحې د باندې په بې پلان شوو سيمو کې جوړې شوې او دغه کار ښاري پلان له ستونزو سره مخ کړى دى.

د صنفي اتحاديې مشر کرامت خان خپلواک په خوست ښار کې د خپلسرو ودانيو د جوړېدو د کار ځنډول پر ځای ګام بولي.

خو نوموړى وايي، چې چارواکي دې خلکو ته د ودانيو د جوړېدو په کار کې اسانتياوې رامنځته کړي او د جواز په ورکړه کې دې ستونزې نه ورته پيدا کوي.

هغه پژواک ته وويل، کله چې څوک غواړي په خوست ښار کې لوړپوړيزه ودانۍ جوړه کړي، د کار اجازه اخيستل يې مياشتې مياشتې وخت نيسي.

خپلواک زياوي، چې خوست ښار اوس په يو لوی سوداګريز مرکز بدل شوی، منظم پراختيايي پلان ته اړتيا لري.

د خوست ښار يو اوسېدونکى محمدرحيم وايي، چې په خوست کې په جوړو شوو ودانيو کې ښاري پلان ته پام نه دى شوى.

نوموړى نيوکه کوي، چې د ښاروالۍ او ښاري پراختيا ادارې د ودانيو جوړولو لپاره جواز په ځنډ ورکوي او خلکو ته بهانې کوي، همدا لامل دى، چې خلکو خپلسرو ودانيو جوړېدو ته مخه کړې ده.

سيدالله، چې په خوست ښار کې ودانۍ جوړوي وايي، څو ځلې يې ښاري پراختيا او ښاروالۍ ته مراجعه کړې چې ساحه يې په تجارتي ورته بدله کړې، خو هغوى په کار کې ځنډ راولي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version