پلخمرى (پژواک ١٩ غويى ٩٢): د بغلان ولايت زندان ١٤ منسوبين له دغه زندان نه د دوو بنديانو له تېښتې سره د تړاو په تور ونيول شول.
د بغلان زندان مدير مل پاسوال افندي رباطي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه دوه بنديان د قتل او غلاوو په تور هر يو پر ١٦ کلونو بند محکوم شوي وو، چې دوه شپې وړاندې د دوشي ولسوالۍ له کيلګي زندان څخه وتښتېدل.
د کيلګي زندان د امريکا په مرسته په سټنډرډ ډول جوړ شوى او په دې وروستيو کې د بغلان د مرکز پلخمري له زندان نه په سلګونو بنديان هلته لېږدل شوي دي.
رباطي وويل، امنيتي ځواکونو د کيلګي زندان ١٤ منسوبين نيولي او د يادو زندانيانو د تېښتې په تړاو ترې څېړنې کېږي.
د بغلان د عدليې رياست د حقوقي مرستو امر نېک محمد فياض هم د دغو دوو بنديانو د تېښتې او د کيلګي زندان د ١٤ افسرانو د نيونې پخلى کړى دى.
بلخوا د بغلان زندان مدير وايي، د هغو څلورو بنديانو له ډلې، چې له سږني نوي کال نه يوه ورځ وړاندې د پلخمري له زندان څخه تښتېدلي وو او د زلمي په نوم يو تن يې بېرته نيول شوى دى.
نوموړى په وژنه تورن و او په وينا يې، بېرته زندان ته لېږدول شوى دى.
درې نور بنديان تېره مياشت د بغلان د کشفي منسوبينو په همکارۍ د کابل پوليسو له خوا په وزير اکبرخان روغتون کې ونيول شول.
د هغوى له ډلې يو تن له زندان نه د تېښتې پر مهال د پوليسو پر ډزو ټپي او د خپلو دوو ملګرو په مرسته د وزيراکبرخان روغتون ته لېږدول شوى و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن