ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر کيلګي زندان د بريد مسووليت حزب اسلامي پر غاړه واخيست

13 Oct 2013 - 14:56
13 Oct 2013 - 14:56

پلخمري (پژواک ٢١ تله ٩٢): د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ په کيلګي زندان، راکېټي بريد شوى او د ياد بريد مسووليت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ، حزب اسلامي پر غاړه اخيستى دى.

د دوشي ولسوال شمس الدين سرحدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د کيلګي له غره د دغه زندان پر لور څو راکټونه توغول شوي، خو دغه راکټونه پر زندان نه دي لګېدلي او نه يې هم زيان اړولى دى.

هغه زياته کړه، چې امنيتي ځواکونه له دې پېښې وروسته يادې سيمې ته تللي او وسله وال له لنډې جګړې وروسته غرونه ته تښتېدلي دي.

 د دوشي ولسوال وايي، چې د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي مخالفې ډلې کسان په ياده سيمه کې فعاليت لري او دغه بريد هم د هغوى له لوري ترسره شوى دى.

زبير صديقي، چې ځان د حزب اسلامي مخالفې ډلې وياند بولي، د دغه راکېټي بريد د مسووليت د منلو تر څنګ ادعا کوي، چې په بريد کې يې لس بهرني او کورني سرتېري وژلي دي.

د کيلګي زندان د امريکا په مرسته په ښه سټنډر ډول جوړ شوى او تر څنګ يې د بهرنيو ځواکونو يو پوځي مرکز هم پروت دى.

د روان کال په لومړيو کې د بغلان له مرکز پلخمري څخه سلګونه زندانيان دغه زندان ته لېږدول شوي دي.

د يادولو ده، د روان کال په غويي مياشت کې د کيلګي له زندان څخه دوه مجرمان، چې د غلا او قتل په تور هر يو پر ١٦ کلونو بند محکوم شوي وو، له دغه زندان څخه وتښتېدل او امنيتي چارواکو د دې پېښې په تړاو د دغه زندان ١٤ منسوبين ونيول.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version