ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ((تلويزيوني خبريالي)) په نوم کتاب چاپ شو

12 May 2013 - 17:46
12 May 2013 - 17:46

کابل (پژواک ٢٢ غويى ٩٢): په پښتو ژبه د لومړي ځل لپاره د تلويزيوني خبريالۍ په برخه کې د ((تلويزيوني خبريالي)) په نوم کتاب چاپ شو.

د دغه کتاب ليکوال ژورنالېست نذير احمد سهار دى او په ١٢٢ مخونو کې په رنګه پښتۍ او ښکلې صحافت سره سپوږمۍ راډيو چاپ کړى او د دانش خپرندويې ټولنې له خوا خپور شوى دى.

په دغه کتاب کې د ژورنالېزم او په ځانګړې توګه د تلويزيوني خبريالۍ اړوند تر ٢٠٣ سرليکونو لاندې پر موضوعاتو خبرې شوي او اته څپرکي لري.

په دغه کتاب کې د تلويزيوني خبريالۍ پر دود ژانرونو، تلويزيوني خبري سبکونو، انټرنېټي او انلاين تلويزيوني توليداتو، مخاطب پوهنې او ګڼو نورو مسايلو خبرې شوې دي.

د ((تلويزيوني خبريالي)) کتاب ليکوال نذيراحمد سهار پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه کتاب کې يې له پخوا په متفاوته او ساده ژبه هڅه کړې ده، چې يو شمېر ژورنالېستکي ژانرونو ته له اړتيا سره سم ډولونه او سبکونه وضع کړي.

د هغه په وينا، په دغه کتاب کې يې هغه څه تعريف، توضيح او پر بېلابېلو بڼو وېشلي دي، چې تر اوسه يې چا يا اړتيا نه وه انګېرلې او يا يې د سپړنې جرئت نه و کړى.

نوموړي زياته کړه: ((دغه کتاب په تلويزيون کې د خبريال، وياند، پروډيوسر او د نشراتو د رييس او مسوول مدير په توګه زما د شاوخوا دوو کلونو د تجربو محصول دى او هڅه مې کړې ده، چې د دود څېزونو تر څنګ يو لړ داسې مسايل هم راوسپړم، چې تر اوسه نه وو سپړل شوي.))

د سهار په خبره، په کتاب کې يې د مسلکي مجوز او ډاډ له مخې، دغه جرئت کړى، چې خبريالي په سخته او نرمه بڼه ووېشي او د ځينو خبري – تلويزيوني ژانرونو لپاره نوي سبکونه او وېشلارې راوباسي.

دى وايي، چې پر دې سربېره په کتاب کې يو څو ځايه له يو شمېر معتبرو انګليسي انټرنېټي او چاپي سرچينو هم ګټه اخيستل شوې ده.

Views: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version