ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پلاوى: د ميوند لاريون کې تاوتريخوالى د پوليسو د بې غورۍ له امله و

15 May 2013 - 15:27
15 May 2013 - 15:27

کندهار (پژواک ٢٥ غويى ٩٢): کندهار ولايت ته د ميوند د پېښې د څېړنې په موخه راغلى پلاوى وايي، چې دلته شوى لاريون د وسله والو مخالفينو له لوري پلان شوى و او د پوليسو د بې غورۍ له امله په تاوتريخوالي اوښتى و.

په ميوند ولسوالۍ کې دغه لاريون د غويي په ١٨مه وشو، چې وروسته په تاوتريخوالي واوښت او د پوليسو او لاريون کوونکو تر منځ په اخ و ډب کې ٢٠ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او هم په کې د دوو مخابراتي شبکو د انتنونو تر څنګ، د برېښنا يو شمېر پايې او دوکانونه وسوځول شول.

چارواکو هغه مهال ويل، چې لاريون د ګوشتې د پېښې په تړاو د پاکستان پر ضد شوى، خو وروسته معلومه شوه، چې لاريون د افغان او بهرنيو ځواکونو پر خلاف شوى و.

تر پېښې وروسته ولسمشر کرزي د دې موضوع د څېړلو امر وکړ او د دغه کار لپاره يې په قومي او قبايلي چارو کې د خپل سلاکار محمدصديق عزيز په مشرۍ يوه پلاوى وټاکه، چې په کې د لويې څارنوالى استازى ډګر جنرال عبدالسلام عصمت، د چارو د ادارې استازى تورن جنرال سيدرحيم سعيد، د کورنيو چارو وزارت استازى سمونوال هادي ګل، د ملي امنيت د لوى رياست استازى ډګروال ارشاد او د سيمه ييزو ارګانونو استازى عبدالمتين اقرار شامل دي.

ياد پلاوي ميوند ولسوالۍ ته تر سفر وروسته د غويي په ٢٥مه د کندهار ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې د خپلې څېړنې جزئيات ورکړل.

د پلاوي مشر محمدصديق عزيز وويل، چې په ميوند ولسوالۍ کې يې له خلکو او چارواکو د څېړنې په پايله کې معلومه کړه، چې لاريون د پاکستان پر ضد نه، بلکې د افغان او بهرنيو ځواکونو پر ضد شوى و.

هغه زياته کړه، د لاريون په پيل کې يو شمېر خلک په دې نيت له لاريون سره يو ځاى شوي وو، چې ګواکې د ګوشتې د پېښې له امله د پاکستان پر ضد پلان شوى دى.

دى وايي، د خلکو د خبرو او معلوماتو پر بنسټ داسې ښکاري، چې دغه لاريون د وسله والو مخالفينو له لوري پلان شوى و او خلک يې هڅولي وو، چې د افغان او بهرنيو ځواکونو خلاف په دغه لاريون کې برخه واخلي.

له سيمې څخه د خپروو شوو راپورونو پر بنسټ داسې هم ويل کېدل، چې دغه لاريون د افغان او بهرنيو سرتېرو له خوا ماشومانو او مېرمنو ته د سپکاوي له امله شوى دى.

خو عزيز دا خبره په کلکه رد کړه او ويې ويل، چې افغان او بهرنيو ځواکونو يواځې په ځينو کورونو کې تلاشي کړې او د خپلو څېړنو په اوږدو کې يې داسې څه نه دي موندلي، چې ګواکې هغوى دې مېرمنو ته سپکاوى کړى وي.

نوموړي د ميوند پر سيمه ييزو چارواکو نيوکه وکړه، چې د بې غورۍ او نه څارنې له امله يې دغه لاريون پر تاوتريخوالي اوښتى دى.

هغه زياته کړه: ((مخالفينو خلک هڅولي، چې د بهرنيو ځواکونو پر ضد لاريون وکړي، خو پوليسو غفلت کړى، د لاريون څارنه يې نه ده کړې، چې بالاخره يې پرې کنټرول له لاسه ورکړ او لاريون په تاتريخوالي واوښت.))

د نوموړي په وينا، که لاريون په سمه توګه تنظيم شوى واى، نو مخالفينو نه شواى کولاى، چې د لاريون منځ ته لاره پيدا کړي او خلک مجبور کړي، چې په تاوتريخوالي لاس پورې کړي.

هغه وويل، د څېړنو پر مهال يې دا هم وموندله، چې د دغه لاريون پر مهال ٥ ملکي وګړي وژل شوي او د ١٢ په شاوخوا کې نور ټپيان شوي دي.

خو هغه يادونه وکړه، چې د لاريون پر مهال په شوي تاوتريخوالي کې مرګ ژوبله ډېره وه او کېداى شي پاتې کسان مخالفين او يا هم پوليس وي.

چارواکي وايي، چې د دې پېښې په تړاو يې نږدې دېرش تنه شکمن وګړي نيولي چې په تاوتريخوالي تورن دي، له هغوى څخه پلټنې دوام لري، چې پايلې به يې وروسته په ډاګه شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version