فراه (پژواک ٣١ غويى ٩٢): د فراه د بالابلوک ولسوالۍ په شيوان کلي کې يوه تن څلور پوليس وژلي او يو يې ټپي کړى دى.
دا څرګندونې د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندي پژواک خبري اژانس ته وکړې او زياته يې کړه، چې بريد کوونکى د سيمې اوسېدونکى دى او له وسله والو طالبانو سره يې اړيکې لرلې.
ژوندي وويل، چې بريد کوونکى تېره ورځ مازديګر مهال په شيوان کلي کې د پوليسو پوستې ته ورغلى و او د پوليسو له وسلې په کار اخيستو يې ياد څلور تنه وژلي او بيا تښتېدلى دى.
د ده په وينا، بريدګر د دې لپاره چې د پوليسو باور ترلاسه کړي، تر دې مخکې هم يادې پوستې ته تګ راتګ کړى و.
د فراه د روغتون امر ډاکتر عبدالحکيم رسولي وويل، چې په دغه بريد کې وژل شوي څلور پوليس او ټپي شوى کس دغه روغتون ته وروړل شوي دي.
د ده په وينا، د ټپي شوي پوليس روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دى.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن